دغه نوي بوټان بریښنا تولیدوي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۶مه ۱۳۹۳ل): په نړۍ کې چیرې چې د افغانستان په څیر هیوادونه د برښنا له نه شتون کړیږي داسې پر مختللي هیوادونه هم شته چې د بریښنا تولیدولو لپاره نوي تجربې کوي.

جرمني هیواد کې داسې بوټان جوړ شوي چې په کولی شي خاصه اندازه بریښنا تولید کړي.

جرمني هیواد ساینسپوهانو رسنیو ته ویلي چې دوي دوه ډوله بوټان جوړ کړي چې دواړه کولی شي خاصه اندازه بريښنا تولید کړي. د دې بوټانو یو ډول «شاک هارویسټر» نومول شوی او په دې ډول کې داسې اوزار ځای پر ځای شوی چې له ټکان خوړلو سره بریښنا تولیدوي.

دوهم ډول يي «سوینګ هارویسټر» نومول شوی کوم چې د څپې پوسیله بریښنا تولیدوي. شاک هارویسټر هغه مهال بريښنا تولیدوي چې پښه په ځمکه لږیږي او سوینګ هارویسټر هغه مهال بریښنا تولیدوي چې پښه په هوا کې وي.

دغه بوټان د بریښنا تولیدولو سربیره بله ګټه هم لري او هغه دا چې د دې بوټان بندونه په اتومات ډول د پښو کولو پر مهال بندیږي چې دا کیدی شي ماشومان او ډیر عمر لرونکي کاروونکو ته یو ښه خبر وي.

کارپوهانو په وینا د دې ټکنالوژۍ په مرسته د یو وایرلیس ټرانسمیټر او یو کوچنۍ سینسر د چارجولو هڅه شوې. بوټانو کې شته سیستم تولید شوی محرک قوه په بریښنا بدلوي او برقي اوزار چارجوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د