افغانستان

زابل: امنیه قوماندان د چاودني څخه روغ ووتی

zabul_police_and_armyدزابل امنیتی چارواکی خبر ورکوی چه نن سهار ددی ولایت مرکز قلات کی دپولیسو پرامنیه قوماندان چاودنه شوی چه په ترځ کی ۹ تنه ملکی کسان ژوبل شوی دی.
دنوموړی ولایت  مرستيال والي محمد جان رسوليار وايې چې ددي ولايت پر امنيه قومندان له بريد تر سره سو ولي هغه ترې روغ رمټ ووتى.

دده په وينا چې ددي بريد په پايله کې نهه تنه ژوبل سوي دي او روغتون ته د درملني په موخه ليږدول سوي دي..
یوه امنیتی سرچینی چه نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی وویل چه یاده چاودنه ځان وژونکی برید وی ، او کله چه ددی ولایت دامنیه قوماندان موټر تیریدی نو پری وشو، خو ولی وایی چه دولتی چارواکو ته کوم زیان ندی اوښتی.

تر اوسه طالبانو ددې پيښي په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

احمد ولي سرحدي – زابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x