دیني، سیرت او تاریخ

فکري جګړه- ۱۵/ یا اسلام یا دیموکراسي

مولوي محمد ادریس

دیموکراسی په عنوان دنظام الحکم په دی معنی دی چی داسلام نظام الحکم نه منل او الهی حاکمیت رد کول او الله تعالی زمونږ نه تحکیم او شریعیت الهی بغیر دچون چرا غواړی یعنی په اسلامی ټولنه کی یواځی او یواځی دالله ﷻ قانون قران عظیم الشان حاکم وی او بس، او دیموکراسی نظام ددی خلاف دی ځکه چی په دیموکراسی دالله ﷻ حاکمیت نه وی بلکی دخلکو حاکمیت وی، او څوک چی ددیموکراسی نظام ومنی او قبوله کړی دا معنی چی دخدای ﷻ حاکمیت نه منی که دی دغه خبره وکړی او که یی ونکړی او د قران عظیم الشان په دغه لاند ایاتونو کافر دی ځکه چی داسلام په مبین دین کی حکم او سیادت او قانون ګذاری فقط او فقط دالله ﷻ کاردی مقنین صرف الله وی او انسانان مکلف دی چی په ټولو ابعادو د ژوند کی که هغه اعتقادیات،معاملات، اعدات او که تصورات دالله ﷻ داحکامو پیروی او متابعت به کوی او قران عظیم الشان په متعددو ځایونو کی دی ته اشاره شوی ده په سورت انعام په ۶۲ ایت کی الله ﷻ فرمایی:

(الا له الحکم وهو اسرع الحاسبین)

ترجمه: خبردار دالله ﷻ لپاره حکم او حاکمیت دی او الله زر حسابوونکی دی.

اوهمدارنګه په سورت یوسف ۴۰ آیت کی الله فرمایی:

(إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ)

ترجمه: ندی حکومت د هیڅ چا مګر خاص دالله دی امریی کړی دی پدی چی عبادت مه کوی تاسی مګر هغه ته همدا دین دی سم او حق دی ښکاره لیکن زیات دخلکو نه نه پوهیږی او همدارنګه الله ﷻ په ۶۷ ایت سورت یوسف کی فرمایی:

(ان الحکم الا لله) ترجمه: ندی حکومت او فرمان روایی مګر صرف دالله لپاره.

او همدارنګه په سورت غافر ۱۲ ایت کی الله ﷻ فرمایی:

(فالحکم لله العلی الکبیر)

ترجمه: پس فرمانروایی او حکومت صرف او یواځی دالله لپاره دی چی ډېر اوچت او لوی دی.

او همدارنګه الله ﷻ په سورت النساء په ۵۹آیت کی فرمایی:

(فان تنازعتم فی شی فردوه الی الله والرسول ان کنتم تومنون باالله والیوم الاخرذالک خیر واحسن تاویلا)

ترجمه: او که چیرته تاسی اختلاف وکړ په یو کار کی نو هغه دحل او فیصلی لپاره رد کړی دالله ﷻ دهغی حل او فیصله دالله ﷻ په کتاب وکړی او پيغمبر ته یعنی دهغه اختلاف حل او فیصله دپیغمبر نه وغواړی که یاستی تاسی باور لرونکی په الله ﷻ او په ورځ داخرت او دا ښه او غوره تاویل دی له تاسی د تاویل او ځانی حل او فیصلی نه.

قران عظیم الشان دژوند یو کامل قانون دی چی اسلام دښیرازه ژوند دهر بخش او اړخ اصول او قواعد پکی په پوره پاملرنی سره دانسان پرامنه او عزتمند ژوند لپاره په پام کی نیول شوی دی داسی یو بعد او اړخ د ژوند نشته دی چی په هغه کی داسلام سپیڅلي دین اصول او رهنمایی و نلری،که اعتقادات،عبادات،اخلاقیات، معاملات،فردی او اجتماعی روابط، کورنی او بهرنی، خارجی او داخلی ټولو ته ځانګړی اصول او قواعد لری، یواځی داسلام مبین دین او دقرانکریم تنفیذ او حاکمیت د انسانی ژوند د امنیت او ترقۍ ضامن دې بل هیڅ دین نشی کولی چی د انسان او بشر په ټولنه کی مساوات، برابری، اجتماعی عدالت او د بشریت د ښه ژوند لپاره تآمین کړی خلاصه دا چی انسان به دهر مشکل او اختلاف حل او فیصله په قرانکریم او سنت درسول الله ﷺ باندی کوی نه په بل قانون!

او د جمهوریت نظام چی دیموکراسی ده وایی چی دمنازعاتو حل به دملت رای او پارلمان او یا ریس جمهور مطابق د قانون وضعی او دبشر په لاس جوړ شوی ناقص او طاغوتی نظام نه غواړی او حق به هغه څه وی چی اکثریت یی تصویب کړی او په دغه طاغوتی نظام کی اکثریت ته دالهی او معبود په شان احترام کیږی که څوک داکثریت خبره وه نه منی هغه یاغی او باغی دی معنی دا چی اکثریت په دیموکراسی کی معبود ګرځول شوی دی او دا یو نوعه شرک دی، الله ﷻ فرمایی:

(اف لکم ولما تعبدون من دون الله افلا تعقلون)

ترجمه: هلاکت دی وی تاسو لپاره اودهغه څه لپاره چه تاسی یی پرستش کوی بغیردالله ﷻ نه آیا تاسو نه پوهیږی.

یعنی چې تاسی په مقابل دقران کی د وضعی قوانینو پیروی کوی او دخدای ﷻ قانون پریښودلی دې او شاته مو غورځولې دی دا یو نوعه شرک دی، آيا تاسوپه دغه ناوړه عمل دخپل نه پوهیږی نو هغه څوک چی دالله ﷻ نازل کړل شوی قانون باندی فیصله نه کوی الله ﷻ هغه کس ته قسم یادوی چی دا مومن نه دی او هغه څوک چی د ماانزل الله حاکمیت نه منی مسلمان نه ګڼل کیږی.

الله ﷻ فرمایی: (فلاوربک لایومنون حتی یحکموک فیما شجربینهم ثم لایجدوا فی انفسهم حرجا مما قضیت ویسلمو تسلیما سورت النساء ایت ۶۵)

ترجمه: اما نه قسم می دی وی ای پیغمبره ستا په پروردګار باندی چی مومنان نشی کیدای تر هغی پوری چی حکم فیصله کوونکی و نه ګرځوی په هغه څه کی چی ددوی پکی اختلاف دی او بیا و نه موندی دخپل په زړونو کی تنګی دهغه څه نه چی تا فیصله کړی او منقاد او تسلیم شوی نه وی ستا فیصلی ته.

دی ایت کریمه کی الله ﷻ قسم یادوی چی مؤمن اومسلمان نه دی هغه څوک چی دخپل داختلاف دحل لپاره پیغمبر ﷺ حَکم و نه ګرځوی او د هغه په فیصله قلباً راضی نه شی او دالله ﷻ او دهغه د ستر پیغمبر حُکم او فیصله دا ده چی قران عظیم الشان او سنت درسول الله به دخپل داختلاف دحل کولو لپاره فیصله کوونکی ګرځوی او بیغیر له دی نه شرک او کفر دی لکه په مخکی آیاتونو کی چی تیر شول.

د دیموکراسی او جمهوریت دین وایی چی حل به یی قانون اساسی کی لټوئ دا کفر بواح وګورئ آیا دا کفر نه دی؟

آیا الله ﷻ فرمایی چی په قانون اساسی دخپل فیصلی وکړی؟ نخیر!!!

بلکی الله ﷻ فرمایی: (وان احکم بینهم بما انزل الله) سورته المایده ایت ۵۹

ترجمه: او فیصله وکړه ای پیغمبره ﷺ په منځ دانسانانو کی په هغه څه چی الله ﷻ نازل کړی تاته.

نه په هغه څه چی په قانون اساسی کی دی بلکی دا خبره مشرکانه دهغه چا خبره ده چی غولیدلی دی او ددیموکراسی په نیشه کی دی او ددیمکراسی ډول ته ګډیږی.

په اسلام کی قانون ګذار او حاکم یواځی او یواځی الهی العالمین دی ځکه الله ﷻ دی چی فرمایی: (فاحکم بینهم بماانزل الله ولا تتبع اهواءهم عما جاءک من الحق) المایده ۴۸سورت

ترجمه: او فیصله وکړه په مینځ دانسانانو کی په هغه څه چی الله نازل کړی او پیروی مه کوه ددوی د خواهشاتو دهغه څه نه چی تاته راغلی دی د حق نه.

دی آیات کریمه کی خطاب نبی کریم ﷺ ته دی او تعریض دی امت ته ځکه چی پیغمبر ﷺ هیڅکله دکفارو پیروی نه کوی بلکی امت ته تعریض دی.

چی تاسو به تل ای مؤمنانو دالله په نازل کړی کتاب فیصلی کوی او دکفارو د خواهشاتو چی هو به هو معنی ددیموکراسی ده پیروی نه کوی ځکه چی ددیمکراسی او جمهوریت قانون جاهلانه نظام دی حق او حاکمیت صرف دالله ﷻ په نازل کړی دین کی دی،

الله ﷻ دسورت المایده په پنځوسم ایات کی فرمایی:

(افحکم الجاهلیة یبغون ومن احسن من الله حکماً لقوم یوقینون)

ترجمه: آیا دوی د جاهلیت حکم لټوی څوک دی ډېر ښه د رویه د حکم او فیصله د الله نه دهغه قوم لپاره چې په الله او په ورځ د قیامت یقین او باور لري بلکې نشته.

نو د سیادت اوحاکمیت حق د مسلمان په نزد دالله ﷻ او د هغه د نازل کړی قانون چې قرآن عظیم الشان لپاره دی ځکه الله ﷻ چې امر کړی او نهي کړی او حلال او حرام په مقتضی د حکمت یې بیان کړی دي.

نو سیادت حقیقي او قانون ګذاري یواځی او یواځی د الله ﷻ حق دی نه د پارلمان او د وضعی ناقص بشري قانون.

حق د الله ﷻ له طرفه دی حلال او حرام به هغه وضع کوي او معلوموي به يي ځکه الله ﷻ فرمایی:

(الحق من ربک فلا تکونن من الممترین سوره بقره ۱۴۷)

او په سوره یونس ایت ۹۴ کې الله فرمايي:

(لقد جاءک الحق من ربک فلا تکونن من الممترین)

او همدارنګه الله ﷻ فرمايي: (انه الحق من ربک ولکن اکثر الناس لا یؤمنون)

د ټولو آیتونو معنی دا ده چې حق د الله له طرفه دی نه د بل چا.

مګر د دیموکراسي او جمهوریت دین او نظام کې معیار د حق او باطل او د خطا او صحیح اقلیت او اکثریت دی نه بل څه.

دغه راز په دي اړونده په قرآن عظیم الشان کې دوسوه آیتونه دي چې په دغو ګردو آیایتونو کې قطعی فیصله او قاطع حکم الله ﷻ کړی چې حاکمیت یواځی الله لره دی او هغه څوک له مخلوق څخه چې د الله ﷻ د حکم په مقابل کې د حاکمیت دعوه وکړی د قرآن په حکم داسي شخص طاغوت دی او د حاکمیت دعوه کول يي کفر دی او هیڅ مؤمن ته روا نه دي چې حاکمیت يي قبول کړی او د الله ﷻ د قانون پر ځاي د طاغوت او غیر الله پر قانون عمل وکړي او که څوک داسي کوي هغه هم له ایمان نه خلاصیږي.

الله ﷻ فرمایې: (الم ترالی الذین یزعمون انهم آمنوا بما انزل الیک وما انزل من قبلک یریدون ان یتحاکموا الی الطاغوت وقد امروا ان یکفروا به یرید الشیطن ان یضلهم ضلالً بعیداً سوره نساء ۶۰)

ترجمه: آیا ندی کتلی تا هغو کسانو ته چی دا دعوه کوی دوی چی دوی به هغه کتاب چی نازل کړل شوی دی تاته( ای محمد ﷺ ایمان راوړلی دی او هم په هغه کتابونو کی چی نازل کړلی شوی دی پخوا له تا څخه(ای محمد ﷺ ) اراده لری دوی چی دوی خپل مینځی شخړه دفیصلی لپاره طاغوت ته یوسی او په تحقیق سره دوی ته حکم کړل شوی دی چی کافر دی شی دوی په دی سره او وی نه منی او اراده لری شیطان چی ګمراه کړی دوی په ګمراهی لری سره (له حقه)

حافظ ابن کثیر(رح) ددغه آیت په تفسیر کی داسی ویلی دی:

(هذا انکارالله عزوجل علی من یدعی الایمان بما انزل الله علی رسوله وعلی الانبیاءالاقدمین وهو مع ذالک یرد التحاکم فی فصل الخصومات الی غیرکتاب الله وسنت الرسوله)

ابن کثیر ج۱ صـ۶۳۴ دریاض چاپ.

یعنی په دغه آیت کی الله ﷻ په هغه چا باندی رد او غندنه کړی ده چی دعوی کوی دایمان لرلو پر هغه څه چی پرخپل رسول محمد ﷺ یی نازل کړی دی او په هغه کتابونو چی الله ج په پخوانیو انبیاؤ نازل کړی دي او دوی بیا سره له دي بیا هم اراده لری چی خپل شخړي دالله ج له کتابه او دالله ج د رسول دسنتو څخه پرته په بل قانون فیصله کړی، نو په تحقیق سره هغه څوک چی له هغه الهی قانون څخه چی رسول الله ص راوړی دی خپلی شخړی دپریکړی لپاره بل ته وړاندی کوی یا حاکمیت ورته ثابتوی نو په تحقیق سره طاغوت یی خپل حاکم وګاڼه او فیصله یی ورته ویوړه او طاغوت هر هغه څه ته ویل کیږی چی بنده دخپل معبود یا مطبوع یا مطاع له حدودو څخه تیری پری وکړی نو دهر ملت طاغوت هغه څوک دی چی دالله ج او د رسول الله ص د قانون پر ځای پر هغه باندی فیصله کوی او یا یی په پټو سترګو متابعت وکړی په داسی حال کی چی الله ج لخوا بصیرت ورکړل شوی نه وی.

مطلب دا چی دالله ج له قانون څخه پرته د بل هچا قانون منل جاهیلیت او کفر دی، او هر هغه مسلمان چی دالله ج په قانون قران او نبوی سنتونو فیصلی نه کوی نو که چیری یی په دی عقیده نه کوی چی دژوندون لپاره صلاحیت پکی نشته نو داسی شخص کافر دی.

الله ج فرمایی: (ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الکفرون) المائده ایت ۴۴

ترجمه: او هر چا چی حکم او فیصله ونکړه په هغه شی چی نازل کړی دی الله نو دغه کسان همدوی کافران دي.

یعنی دالله ج له قانون څخه په انکار کولو سره نور احکام او قانون په خپله رایه او غوښتنه سره جوړ کړی، نو داسی اساسی قانون جوړونکې سوچ کافر دی او که عقیدتاُ دالله ج قانون منی او پرخلاف دهغه عملاً فیصله کوی نو داسی شخص عملی کافر دی یعنی دهغه عملی حالت دکافرانو په شان دی، (تفسیرکابلی ج۱ ص۶۴۵ـ ۶۴۶ دسعودی چاپ)

او که چیری دالله ج قانون منی مګر دچا دخوشحالتیا او یا خپلولۍ په خاطر په بل قانون فیصله وکړی نو داسی کسان ظالمان دی چی دهغوی په حق کی الله ج فرمایی:

(ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الظالمون) سورت لمائده آیت ۴۵

ترجمه: او هر چا چی ونکړ حکم په هغه شی چی نازل کړای دی الله ج نو دغه کسان همدوی دي ظالمان او ظالمان الله ج نه خوښوی او الله ج ظالم ته هدایت نه کوی.

او که چیری دالله ج قانون مني مګر دبل له ویري او یا دبل چا خوشحالتیا او یا نورو دنیاوی مصالحو په خاطر دالله ج دقانون په ځای دطاغوت قانو په ځینی مواردو کی عملی کوی او په ځینی نورو کی دالله ج او دده درسول قانون تطبیق کوی نو داسی خلک فاسقان دي.

الله ج فرمایی: (ومن لم یحکم بما انزل الله فاولئک هم الفاسقون) سورت المائده آیت ۴۷

ترجمه: او هر چا چی حکم ونکړ پر هغه شی چی نازل کړی دی الله ج نو دغه کسان همدوی دی فاسقان.

په هر صورت اسلام دسیاسی نظام حاکمیت او قانون یواځی او یواځی دالله ج لپاره ثابتوی او دالله ج د قانون په مقابل کی بل هر قانون کفر ګڼي او هیڅ یو مسلمان ته په هیڅ صورت کې اجازه نه ورکوی چی دالله ج دقانون څخه پرته بل اساسی قانون جوړ کړی که په هر نوم سره وی داسلام په وړاندی مردود او ممنوع دې.
ددیموکراسی تاثیر او اغیزی په اسلامی دولتونو باندی

پس له هغی چی جمهوریت او دیموکراسی او دهغی پس منظرمو و پیژانده نو ددیموکراسی اغیزه او تاثیر د اسلامی دولتونو او پر قوانینو او هغه کفرامیزه عباراتو او کلیماتو ته چی دبعضی اسلامی دولتونو خصوصا د افغانستان اساسی قانون ته په لنډو کی اشاره ورته کوو، لوستونکې دی دافغانستان اساسی قانون چی دامریکا داشغال او استعمار په وخت کی تصویب شوی داسلام او خپل فکر او عقیدی په رڼا کې مطالعه کړۍ تر څو چه ددغه قانون حیثیت ورته په روښانه توګه معلوم شی او دقران عظیم الشان په رڼا کی به دا جوته شې چی داساسی قانون منل او پیروی کول ددی آیت د قران عظیم الشان مصداق دې چی الله ج فرمایی: (اتخذوا احبار هم ورهبانهم ارباباً من دون الله) سورت توبه آیت ۳۱

هغه قانون اساسی چی په دی اخیره کی په افغانستان کی تصویب او عملي شو زیات داسی موارد دي چی داسلا م د مبین دین سره په تضاد او په ټکر کی دی، هغه اشخاصو چی ددغه قانون متن او مسوده یې جوړه کړی په ډېره مکارۍ او چل سره یی کوښښ کړی چی دمغلقو او سختو کلیماتو په استعمالولو سره دغه قانون د اعتراض او انتقاد نه وساتی لکن الله ج غواړی چی دوی رسوا کړی چی څومره مکاري وکړی الله ج دوی رسوا کوی او داسلام مبین دین به ددغو مکارو د مکارۍ نه ساتی او دهغوی حقیقی څیره به بربنډوی، هغه مادي دافغانستان د اساسی قانون چی داسلام سره په ټکر او تضاد کي دي هغه دا دي:

الف: اول فصل شپږمه ماده :ـ

په دی ماده کی راغلی دی چی دولت مکلف دی چی دیموکراسی پلې او عملی کړی او تاسی ته معلومه شوه چی دیموکراسی کفر دی ځکه چی د دیموکراسی روح او مزاج سیکلوریزم او لیبرالیزم دی او سیکلوریزم او لیبرالیزم د اسلام دروح سره په ښکاره ډول په تضاد کی ده.

ب: پنځم فصل ۱۸مه ماده :ـ

ملی شورا د افغانستان اسلامی جمهوری نظام اسلامی نظام په حیث دعالی ترین رکن تقنینی دی، معلومه ده چی قانون ګزار او مقنن یواځی او یواځی الله ج دی او په دی ماده کې د تقنن حق ملی شورا ته ورکړل شوی دې.

ج: پنځم فصل ۹۰ومه ماده:ـ

ملی شورا دتصویب، تعدیل، او یا لغوه کول او د قوانینو دجوړولو حق لری او عاقبت او انجام د بشر د جوړشوی قانون دا شوه چی لغوه کیږی به.

د: پنځم فصل ۹۴ومه ماده:ـ

قانون عبارت دی دمصوبه ددواړو مجلسونو، دپارلمان او دسنا مجلس او هغه چی د ریئس جمهور تصویب او توشیح او امضاء به یی شوی وی، نو په دی کي الله ج ته څه پاتی شول او دهغه نازل کړل شوی قوانینو ته!!!

ه: اووم فصل ۱۱۹مه ماده:-

د سترمحکمي قسم او تحلیف:

په نوم دخدای قسم کوم چی حق او عدالت به مطابق د نصوصو داساسی قانون اونور قوانین پرځای کوم.

پدی ماده کی کفرامیزه کلیمات درج شوی هغه دا چی تامین دحق او عدالت منحصراساسی قانون پوری دی چی دا خبره صریح د اسلامی اصولو سره په ټکر کی ده، تامین د حق او عدالت یواځی او یواځی په اسلامی قوانینو په برپایه کولو کی دی،منحصر په شریعت مطهره کی دی او الله ج فرمایی:

(وما ذابعدالحق الا الضلال)

دلته دحق او عدالت نسبت نورو قوانینو ته شوی دی.

اووم فصل ۱۳۰مه ماده:-

قضایی محاکم دمنازعاتو دحل لپاره ددغه قانون اساسی او دنورو قوانینو احکاموپه تطبیق مکلف دی.

په دی ماده کی کفرامیز عبارت واضح دی ځکه چی منازعات او اختلافات به مسلمان مطابق دقرآن عظیم الشان او سنت نبوی حلوی نه په قانون وضیعی او بشری.

دوهم فصل ۲۱مه ماده:-

هیڅ عمل جرم نه شمیرل کیږی مګر په حکم د اساسی قانون.

په دی ماده کی جرم هغه څه ته ویل شوی دی چی اساسی قانون جرم ګڼلی وی نه هغه څه چی دالله ج او دهغه د رسول ص په نزد جرم وی.

اول فصل اوومه ماده :-

په دی ماده کی راغلی دی چی دولت به دملل متحد دمنشور رعایت او احترام کوی او دملل متحد منشور چی ټول قوانین یی داسلام د اساساتو سره په ټکر کی دی باید مطالعه شی چی په ۱۹۴۸ میلادی د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ وړاندی کړای شوه نو ۴۸ هیوادونو یی په پلوی رایه ورکړه او دروسیه په ګډون ۸ هیوادونو له رایه ورکولو څخه اجتناب وکړ ددغه منشور هدف دمسلمانانو د دین څخه بیزاره کول او د دیموکراسی تعمیل او تحمیلول دي، د مثال په ډول څو مادی په هغه کی داسلام دین څخه په ښکاره ډول سر غړونه او داسلام اساساتو سره په تضاد کی دی چی دلته ذکر شوی،

تاسی کولی شی چی ددین او دعقیدی په رڼا کی اساسی قانون مطالعه کړۍ داسی نوری مادی هم په اساسی قانون کی دی چی زمونږ دفکر او عقیدی خلاف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
d

Tajob zay dee
Tola Afghanan che pa kharij ke wose Kufar dee ? Da pa kum Manteq ?

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x