نظــر

له ښوونځي نه تر بګرامه – شپږمه برخه

لیکوال: رحیم بریال

په تېر پسې…

کلیوال سپین ږیري وویل: چې ها نو تاسو اوس په دې توره شپه کومې خوا تلل غواړی؟!

ابوناصر وویل چې مخکې له دې چې ځواب درکړم اول یو یو جوړ جامې راته پیدا کړی!

بیا یې زیاته کړه له دې ځایه کوم کوم ځای ته لاره تللي ده؟

کلیوال وویل :له دې ځایه دا مخامخ لاره وینې یوه سیده پروان ته تللي او بله یې په دې غرونو کې دکابل او پکتیا پر لور.

ابوناصر وویل: مننه کوم .

د کلیوالو له زیات ټینګار سره سره هم دوی په دې کلي کې پاته نشول ،کلیوالو یې د جامو او خوراکي توکو پوره بندوبست وکړ او دوی په نامعلوم خوا وخوځیدل ،ډیر مزلونه یې وکړل د ورځې به کوم غر او خوړونو کې پټیدل او د شپې لخوا به یې مزل کاوه ، ډیر ستړي شول کوم څه چې د هغې کلي خلکو د خوراک لپاره ورکړي وو، ټول ختم شول ،اوس نو له سخت حالت سره مخ شوي وو، نه یې له چا پوښتنه کولای شوه ،او نه په کوم موټر کې سپیریدلی شول ، د ورځې دوولس بجې وې ، ټکنده غرمه وه هیڅوګ هم نه ښکاریدل ، ستومانه ملګري د خوړ پر غاړه د غره یوې ډدې ته پټ شول ،په دې سوچ کې و چې کومې خواته ووځي او څنګه به دمیرانشا په لور واوړي چې غلي یې ستر ګې سره ورغلی او خوب پرې غلبه وکړه،یو وخت و څه ګورې چې یو نری نری د شپیلی اواز دی ، اواز ډیر لیرې نه و فقط د غره له یوې څوکې پنا وه ، شپیلی به کله غلي شوه او کله به وغږیده ،له دې سره ټول ملګري را ویښ شول ، ابوناصر موقع له لاسه ور نکړه پوی شوو چې دا یو شپون دی ملګرو ته یې وویل چې تاسې دلته کرار کینی او له خپله ځایه ونه خوځیږی ، دی لاړو دشپانه پر لور یې حرکت وکړ ،شپون همداسې شپیلی پرې نیولي ده او سم پخپلو خیالونو کې ډوب دی ابوناصر پرې غږ کړ:

السلام علیکم!

شپون څه وانه وریدل ،بیا یې وویل :
السلام علیکم !

بیا یې هم څه وانه وریدل اخر ورنیږدې شو ، دشپانه ترڅنګ اوږده رمه پنډه وه ابوناصر په یوه میږه لاس کیښود ویې پوښتل وروره دا په څو ده ؟!
شپانه په کوچانی لهجه ځواب ورکړ: پرې یې ږده سر مې مه را خوږوه داد خرڅلاو لپاره ندي اتي!

اوبوناصر پوی شوو چې سم (بدو) دی ددوی په اصطلاح ، بدو په عامه کلیواله عربي کې صحرایي یا کوچې ته ویل کیږي که څه هم په کتابي عربی کې اعرابي ورته ویل کیږي خو عام عربان ورته بدو وایې ، بیا یې ترې وپوښتل چې دا کوم ځای دی ؟

شپانه وویل : ویی غییی خپلو غمو ته مې پریږده تا و خدای تاته پته نشته چې دا لوګر دی ؟!

د لوګر په نوم ابوناصر ډیر خوشاله شو ، بیا یې ترې وپوښتل چې دلته کوم ملا امام او جومات شته ؟

شپانه فکر وکړ چې دلمانځه لپاره د جومات پوښتنه کوي ویې ویل:

هو ! ددین پتنګه دغلته یې وکړه کنه، څه جومات جومات یادوي ، که په شږو یې نشې کولای دا څادر مې درواخله!

ابوناصر وویل نه جومات یادوم!؟

ــ هغه لورې ته لږ کیڼې خواته ولاړ شه هلته یو وړوکی جوما تکی شته شپانه دا وویل نور یې په شپیلی شروع وکړه،

ابوناصر تشکر وویل او له خپلو ملګرو سره یو ځای شو ، دی او ملګري یې پس له څو دقیقو د یو کلي له ملا امام سره ولاړ و،خبرې یې ورسره کولې، د کلي ملا امام له پخوا څخه له میرانشاه سره اړیکې درلودې او د خلیفه صیب(حقاني شبکې) له مهموملګرو څخه و ، له طالب مشرانو سره یې اړیکې ونیوې وروسته له څو ورځو یې په پټو لارو پاکستان ته انتقال کړل ، ددوی له تښتیدو وروسته دا خبر په ټول افغانستان سارا او اوږدو کې د بجلی پړک په شان خپور شو ، بي بي سي او امریکا غږ ته خو سمه بوختیا پیدا شوي وه یو څو ورځې یې ګرم ګرم بحثونه پرې وکړل ، امریکایانو یې پر سر سمه ډالري جایزه اعلان کړه ، دا خبر ما هغه وخت واورید چې د خالد په نوم یوه خوستي پخپلو غوږونو له ابوناصر څخه د تیښې دا کیسه اوریدلي وه او هغې بیا په خوست کې نورو ملګروته په ډیر خوند او رنګ کوله ، اوس نو زه په دې سو چونو کې وم چې ایا دا کوټه چې مونږ پکې ناست یو، هماغه دخوړو ګدام دی چې ابوناصر پکې د دروازې یو امریکایي عسکر وژلی و ؟

او دا اذان چې لږ لږ اوریدل کیږي ایا دا هم هماغه پښتون میشته کلی ندی چې دوی یې پټیو کې پنا اخیستي وه ؟، هو شایید هماغه به وي ، په دې فکرونو کې ډوب وم چې یو دم لس پنځلس نور اذانونه هم شروع شول ، زه حیران شوم چې وا خدایه ! دا څه کیسه ده یو نه ، دوه نه، بلکې په یو وار لس پنځلس اذانونه ، دا څه عجیبه غوندې خبره ده دلته بازار دی چې دادومره زیات جوماتونه پکې دي او که څنګه ؟

دیس ایز مای هاوس !!

اذانونه ختم شول پوره شل دیرش دقیقې ووتې چې درې څلور عسکر را ننوتل چې زه اواصف یې ونیولو په زور یې بهر ته تلو په لورې کش کړو سم په ډیکو ډیکو یې روان کړې یو د پخوا په شان مو ایلا د پښو سرونه ځمکې ته لګیدل ، دپښو د ځنځیرونو له وجې مو پښې سمې زخمي شوي وې له پښو مو ویني راونې وي خو دوی بیا هم په تګ کې نرمي نه کوله ، سل ـ دوه سوه قدمه به یې بیولي و چې یو ځای کې یې ودرولو ، زه هم حیران وم چې چیرته ته مې بیایې؟ ،څه رابندې کوي ؟او اوس یې د څه لپاره ودرلم؟ ، لاسونه یې راباندې خلاص کړل ، یوه عسکر مې یو لاس ونیو او بل مې بل، لږ یې نور هم وړاندې کړم دوی هیڅ نه وایې او نه د بل چا خبرې اورم چوپه چوپتیا ده ،زه په دې سوچ کې یم چې کیدای شي له یوه جګ پاڼ څخه مې غورځوي ، مالومات نه کیده ، چې څه راباندې کوي ، چوپتیا یې ماته بیخي له زغمه وتلي وه ، نیږدې لس منټه به مې انتظار کړی وي، معدې مې هم سم درد کاوه ، دواړو عسکرو مې لاسونه تاو کړل او دشا په لورې یې کرار کرار یوړل ، ترکومه ځایه مې چې لاسونه شاته تلل هیڅ پروا یې نه وه ، خو دې ظالمانو نور زور هم پرې وکړ لاسونو مې سخت درد شروع کړ ، بیا هم غلی وم ،کله یې چې نور زور هم پرې وکړ نو زه په ملا کې مخې خواته کوږ شوم ، دوی په ملا کې سمه ګونډه راکړه چې زه یې سم نیغ ودرولم او لاسونه مې همداسې شاته کلیچ(تاو) دي، کلیچ خو دې وای همداسې یې سم نیغ نیولي دي ، نه مخې ته کږیدلی شم اونه شاته حرکت کولای شم په ټول وجود مې سور اور پورې شو ، اوس وایم چې خدایه ! ته خو مې وینې چې زه ددومره سختو امتحاناتو مخه نه وینم الهي ! ته راسره مرسته وکړې ته همت راکړې ، ته مې په دې ابتلا کې ناکام مکړې !!، زه په دې دوعاوو کې بوخت وم الله ته مې پټ په زړه کې زاری کولې چې یو چا رانه د غوږونو ګوشاکۍ یانې غوږی لیري کړې ، بیا یو څو دقیقې هیڅ نه و بیا مې له الله سره د زړه راز شریک کړ ومې ویل چې اې الله ستا په لار کې سپیڅلی شهادت غواړم ، خو دا تکلیف نشم زغملی ،پروردیګاره مړ دې شم ،بې کفنه دې ښخ شم ، مړی مې دی کورنی بیخي ونه ویني ،او غوښې مې دې دهوا مرغان وخوري خو په ژوند مې له دې سختو ځورونکو حالاتو وژغوره ! الهي ته مې د زړه اواز اورې او ته مې ښه مرسته کولای شې ، ته مې ددې وخشیانوپر وړاندې ثابت قدم وساته !!!

دوعاوې مې خلاصې نه وې چې یو چا مې له سترګو نه یو دم عینکې لیرې کړې له دې سره یو دم قهر جن اواز مې تر غوږ شو چې :

دیس ایز مای هاوس !
(دا زما کور دی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x