ورزش

سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۶۱ منډو ماتې وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): د پنځه یو ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا خپل سیالې لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۶۱ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. که څه هم سویلي افریقا د لوبې په پیل کې خپل دوه لوبغاړي ډیر ژر له لاسه ورکړ خو بیا هم سیالې لوبډلې ته يي د ۲۸۰ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه کې د سویلي افریقا لپاره هاشم امله په ۶۶ توپونو ۶۶ منډې ، ډي ویلیرز په ۹۴ توپونو ۸۱ منډې او میلر په ۶۸ توپونو ۷۰ منډې جوړې کړې چې د همدې منډو په مرسته سویلي افریقا ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې.

ویسټ انډیز لپاره توپ اچونې په برخه کې ټیلر او رسل دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. هیره دې نه وي چې ټیلر خپل ۹.۲ اورونو کې ۵۰ او رسل خپل ۱۰ اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې.

لوبه د باران له امله وځنډول شوه چې له ځنډ وروسته د کرکټ نړیوال قانون پر بنسټ هدف ۲۲۶ منډې په ۳۲ اورونو کې وټاکل شو.

ویسټ انډیز لوبډلې بیا هم خرابه توپ وهنه وکړه او خپل ټول لوبغاړي يي په ۱۶۴ منډو له لاسه ورکړ. ویسټ انډیز لوبډلې یوازې ۲۸.۲ اوره لوبه وکړه او ټول وسوځیدل.

ویسټ انډیز ته کریس ګیل په ۲۴ توپونو ۴۱ منډې ، رامډین په ۳۲ توپونو ۳۱ منډې او سمیت په ۳۸ توپونو ۲۹ منډې جوړې کړې کوم چې د دغې لوبې ګټلو لپاره کافي نه وه.

سویلي افریقا ټول توپ اچووونکي ښه وځلیدل او سیالې لوبډلې ته يي د منډو جوړولو چانس ورنکړ. دغه لوبه کې فلیندر، سټېن او طاهر درې درې ویکټې واخیستې. فلینډر خپل ۶ اورونو کې ۴۴، سټېن ۵.۲ اورونو کې ۲۷ منډې او طاهر ۶ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x