په څو کرښو کې لوی مفاهیم (12)

لیکوال: حامد افغان

(1) د غریبانو له اړتیا سره سم مرسته

حصین بن مالک له ابن عباس رضي الله عنه نه اوریدلي، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې ویل یې: څوک چې سوالګر ته جامې ورواغوندي هغه به د الله عز وجل په ساتنه کې وي تر څو چې په سوالګر باندي د دې جامې یوه ټوټه هم وي. عَنْ حُصَيْنِ بْنِ مَالِكٍ ، سَمِعَ ابْنَ عَبَّاسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ : مَنْ كَسَا سَائِلا ثَوْبًا ، كَانَ فِي حِفْظِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ مَا كَانَ عَلَيْهِ قِطْعَةٌ . رواه الترمذي والحاكم في المستدرك والطبراني في المعجم الكبير.

(2) د قریشو د سپکاوي په ځواب کې

د قریشو شاعرانو به چې په شعرونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوي کاوه نو هغه به یې په خپل نوم محمد (ستایل شوی) سره نه يادوه بلکي مذمم (بد پرې ویل شوی) به یې يادوه، د دوی د دې توهين په مقابل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خشونته لري، له حکمته ډکه او مثبت چلند غوره کړ، لکه په دې روایت کې راغلي:

ابوهريره رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو تعجب نه کوئ چې الله جل جلاله له ما نه د قریشو ښکنځل او لعنتونه ویل پخپله منعه کوي، دوی د (مذمم) ښکنځي او په (مذمم) لعنتونه وایي او زه (محمد) یم. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وآله وسلم : أَلَا تَعْجَبُونَ كَيْفَ يَصْرِفُ اللهُ عَنِّي شَتْمَ قُرَيْشٍ وَلَعْنَهُمْ؛ يَشْتِمُونَ مُذَمَّمًا وَيَلْعَنُونَ مُذَمَّمًا وَأَنَا مُحَمَّدٌ. (رواه البخاري).

(3) تقوي

تقوا او د الله وېره د انسان احساس او ضمیر داسي ژوندي او بیدار کړي چې د شپې خوب هم سم نه شي کولی هغه د شپې راپورته شي خپل څښتن ته سجدې لګوي او خپل رب ته زارۍ کوي چې ویې بښي، دا راز د ورځي هم بې غمه او بې اندېښنې نه وي له الله نه بښنه غواړي، لکه قران کریم د متقیانو په ستاینه کې وایي:

كَانُوا قَلِيلاً مِنْ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ . سورة الذاريات(17، 18) . یعني دوی به د شپې ډېر کم ویده کیدل ، او په سهار کې به یې له الله نه د ګناهونو مغفرت او بښنه غوښتله . امام قتاده رحمه الله وایې : دوی به تقریبا هره شپه عبادت ته پورته کیدل ، یا به یې په اوله برخه کې پورته کیدل او یا به یې په منځنۍ برخه کې . مختصر تفسير ابن كثير(3/417). للصابوني.

(4) ژبور منافق

له امیر المؤمنین عمربن الخطاب رضي الله عنه نه روایت شوی دی هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: زه په خپل امت باندي له هر هغه منافق نه ډېر ويریږم چې د ژبې ماهر وي. عَنْ عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِنَّ أَخْوَفَ مَا أَخَافُ عَلَى أُمَّتِي كُلُّ مُنَافِقٍ عَلِيمِ اللِّسَانِ )، رواه أحمد في “المسند” (1/22) .

په یوه بل روایت کې ” المنافق سلیط اللسان ” راغلي دي یعني په ژبه مسلط وي د ادب او بیان ماهر وي خو زړه یې د ‘نفاق ‘ ګوډی وي، دا ډول د ژبي ماهرين نن څومره ډېر دي او د تشذهنه ځوانانو په ګمراه کولو بوخت دي، خدایه ته یې ژبې پڅي کړې.

(5) په خوراک او څښاک د الله حمد ویل

انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله له بنده نه راضي کیږي کله چې بنده یو وخت خوراک وکړي او په هغه د الله حمد او ثنا ووایي او یا څه وڅښي او په هغه د الله حمد او ثنا ووایي. عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِنَّ اللَّهَ لَيَرْضَى عَنْ الْعَبْدِ أَنْ يَأْكُلَ الْأَكْلَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا أَوْ يَشْرَبَ الشَّرْبَةَ فَيَحْمَدَهُ عَلَيْهَا. رواه مسلم (2734).

له دې حدیث نه دری خبرې معلومولی شو یوه دا چې له خوراک او څښاک وروسته (الحمدلله) ویل مستحب او سنت طریقه ده دویمه دا چې په کم عمل هم الله جل جلاله له بنده نه راضي کیدلی شي او دریمه دا چې کله سړی پوره خوراک یا څښاک وکړي له هغه وروسته حمد او ثنا ویل مستحب دي ځکه الاکله د یوه وخت (غرمې یا ماښام) خوراک ته وایي.

(6) لس شیان زړونه وژني

له یوه عالم نه پوښتنه وشوه: دعاوې کوو خو نه قبلیږي؟ هغه ورته وویل: زړونه مړه دي، بیا پوښتنه وشوه: څه شی زړه وژني؟ ده ورته وویل: دا لس شیان:

1) الله مو پيژندلي خو د هغه حق مو نه دی ادا کړئ.
2) د الله کتاب مو لوستلي خو عمل نه پرې کوئ.
3) د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میني دعوه کوئ خو په سنتو یې عمل نه کوئ.
4) د شیطان د دښمني دعوه کوئ خو په کړنو کې ورسره موافق یئ.
5) وایئ له جنت سره مینه لرو خو د جنت له پاره ښه عمل نه کوئ.
6) وایئ له جهنم نه ویرېږو خو هغه کارونه کوئ چې هغه سړی جهنم ته رسوي .
7) تاسو نارې وهئ چې مرګ حق دی خو مرګ ته تیاري نه کوئ.
8) د خپلو وروڼو په عیبونه اخته یئ خپل عیبونه مو هېر کړي دي.
9) د الله نعمتونه خورئ خو د هغو حق نه ادا کوئ.
10) خپل مړي خښوئ خو عبرت نه اخلئ.

(7) د فېسبوک کاروونکو ته څو نصيحتونه

1) د حق د ملګرتیا او ژوندي کولو کې کوښښ وکړئ.
2) د باطل د مخالفت او مقابلې کوښښ وکړئ.
3) د حرامو عکسونو او ویډیوګانو له خپرولو ځانونه وساتئ.
4) له داسي ټوکو او خبرو ځانونه وساتې چې دین، دیني شعائرو، قومونو او اشخاصو ته سپکاوی په کې وي.
5) له بې ګټې بحثونو ځانونه وساتئ.
6) له اوازو او دروغو خپرولو ډډه وکړئ او د نورو دروغ او اوازې هم مه نقلوئ.
7) هغه حدیثونه، روایات او کیسې خپروئ چې کره او مستند وي.
8) داسي څه خپروئ چې د خلکو دیني او دنیوي ګټې په کې وي.
9) هرې کلمې ته مو متوجه اوسئ داسې هیڅ خبره مه خپروئ چې په اخرت کې درته پيټي ګرځي.
10) ځانونه د خیر او ښو کیلیانې وګرځوئ او کوښښ وکړئ چې د شر او بدو مخه ونيسئ.

الله دي د هر خیر او ښو توفیق راکړي او له هر شر او بدو مو دي وژغوري.

(8) امام الذهبي رحمه الله وایي:

کله چې فتنې زیاتې شي په سنتو منګولې خښې کړه او چوپ اوسه، کوم شی چې ګټه نه لري له هغه لیري اوسه، په کوم شي کې چې ستونزه درته پیداشي د الله په کتاب او د هغه د رسول په خبرو یې حل کوه، چوپ اوسه او وایه: الله ښه پوهیږي. (سیرالاعلام النبلاء20/141).

(9) کله چې ظالم ووینې چې ظلم ته دوام ورکوي نو پوه شه چې پای یې يقيني ده، او چې مظلوم ووینې خپل مقاومت روان لري نو پوه شه چې بریالیتوب یې يقيني ده. علي بن أبي طالب رضي الله عنه.

(10) که موبايل مو له مستحباتو، نوافلو، د لمانځه له اذکارو، د سهار او ماښام له اذکارو او تلاوت نه غافله کوي نو پوه شه چې خطرناکې مرحلې ته رسیدلی یې، شونې ده فرضو او واجباتو ته دي هم تاوان ورسوي.

(11) زویه! په دنیا کې دومره مه ننوځه چې اخرت دي تاواني شي، او دومره هم مه ورته شا کوه چې په خلکو بوج او پيټی وګرځې. لقمان رحمه الله. حلية الاولياء.

(12) ابو الدرداء رضي الله عنه سلمان الفارسي رضي الله عنه ته ولیکل: بیت المقدس ته راشه دلته به ژوند کوو تر څو دلته ومرو، سلمان ورته وویل: ځمکه هیڅوک نه شي پاکولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د