افغانستان

بغلان کې د خپلسرو وسله والو یو قوماندان خپل ساتونکي و واژه

نن ټکي اسیا (شنبه، مرغومي۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د بغلان ولسوالۍ په ده صلاح ولسوالۍ کې یو پخوانی جهادي او خپلسری قوماندان محمد نسیم د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی.
د ده صلاح ولسوال نور محمد ګذر وايي، چې دا پېښه پرون مازدیګر د یادې ولسوالۍ په ساکه نومي کلي کې را منځته شوې ده.

د نومړي په خبره، محمد نسیم چې په نسیم اسلم مشهور و او خپل وسله وال کسان یې لرل، نوموړی په تېر کې د حزب اسلامي قوماندان پاته شوی.

د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې نښته کې د نسیم اسلم تر څنګ د بریدګر په شمول د نوموړي دوه ساتونکي ځای پر ځای وژل شوي او د ټپيانو په اړه مالومات نشته.

د دغې سيمې خلک وايي، چې په ده صلاح ولسوالۍ کې له کلونو کلونو راهیسې محلي قوماندانان او خپلسري وسله وال فعالیت لري، چې اکثریت یې د خلکو په لوټلو او ځورولو کې لاس لري.

تر اوسه د دغه برید د انګیزې او نښتې د لامل په تړاو څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x