نظــر

دریمه عرب اسرائیل جګړه او د اسلامي مقدسو ښارونو سرنوشت

قلندرزی

(لومړۍ برخه)

په قرآن عظیم الشان کي د بني اسرائیلو سره د شام د ځمکو د ورکولو د هغي وعدې ذکر سوئ دئ چي الله ج د مصر څخه بني اسرائیلو د هجرت کولو په مهال ددوئ سره کړې وه او تر څنګ یې دا شرط هم پر ایښئ وو چي دوئ به الهي قانون ته غاړه ایږدي. خو دا وعده هغه مهال تر څلویښتو کلونو پوري و ځنډیدل کله چي دوئ پر ځان د الهي احکامو د نافذولو او د الله ج په لاره کي د جهاد کولو څخه نټه وکړه. په وروسته وختونو کي چي کله دوئ د الله ج فرمانبرداره سول او په دوئ کي د جګړه کولو جرائت پیدا سو نو الله ج دوئ ته د شام په ځمکه باندي پراخ حکومتونه ورکړل. کله چي دوئ د الهي شریعت د پیروي څخه سرغړونه وکړه او د انبیاوو علیهم السلام او اولیاء الله په وژلو باندي زړور سول نو الله ج ددوئ څخه ددې ځمکو واک واخیستئ او ددوئ اقتدار ته یې د پای ټکئ کښیښودئ. د بني اسرائیلو سره موجود د انبیاوو علیهم السلام هغه معجزاتي تبرکات چي پر دوښمن باندي ددوئ دغلبې ضمانت وه د تل لپاره ددوئ د لاسه څخه ووتل. د خپل تللي اقتدار د بیرته لاسته راوړلو په ارمان ددوئ سیاسي مشرانو هم هغه شیطاني سیاستونو ته لاس واچاوه چي د الهي هدایت څخه محرومه جاه طلبه انسانان خپل دژوند ارزښتناکه ورځي پکښي ضایع کوي او د اقتدار یوازینی مقصد یې د زیات قوت او منابعو راټولول وي څو دا د دوو ورځو ژوند د ځان لپاره زیات اوسا او خوندور وګرزوي .

دوئ په هر وخت او زمان کي د میږیانو په شان په منظم ډول کار کوي، د انسانانو د نفساني خواهشاتو او شهواتو څخه په ګټه اخیستلو سره په دولتي دربارونو کي نفوذ کولو، ناپوه بادشاهانو، وزیرانو، درباریانو او مذهبي مشرانو په خپل ډول رخصولو کي ددوئ مهارت د کمال تر درجې پوري رسیدلئ دئ. دوئ د شام پر پراخه ځمکه باندي حکومت کول خپل میراثي حق بولي او په دې لاره کي هر ډول بشري جنایت روا بولي او په عین وخت کي د هغه میراثي مسئولیت څخه انکار کوي چي ددې میراث دخپلولو په لاره کي پر دوئ ایښودل سوئ وو. ددې حکومت د لاسته راوړلو لپاره دوئ لمړی د شرقي روم په دربار کي لوړ مقامونه لاس ته راوړل. د شرقي روم امپراتوري یې دداخل څخه دومره ضعیفه کړل چي د فارس د امپراتوري په وړاندي داسي ونړیدله لکه د ریګو دیوال چي د اوبو په وړاندي نړیږي. د روم د اهل کتابو په وړاندي د فارسي اور پرسته کافرانو د بریا راز د هغه یهودي درباریانو، سپه سالارانو او مشاورینو جاسوسي وه چي کلونو راهیسي یې د خپل علمي او مسلکي استعداد په مټ د شرقي روم په دربارونو کي لوړ مقامونه ګټلي وه او د ځانونه یې د قیصر د مهربانۍ مستحق ګرزولي وه. دوئ ته د فارس کسرا دا پاخه تعهدونه ورکړي وه چي که د شام ستري ځمکي د قیصر څخه وګټي نو د اداره کولو ټولي چاري به دوئ ته وسپاري. په عین حال کي د غربي روم پر مرکزي کاتولیکي کلیسا ددوئ نفوذ ددوئ د پراخو سیاسي پلانونو استاذیتوب کاوه. که چیري د فارسیانو او یهودیانو دا ستراتیژک ائتلاف بریالی سوئ وای نو په اسیا او افریقا کي د اسلام د سپیڅلي دین د خپریدو په لاره کي به ستونځي بینهایته زیاتي سوي وای. همدا سبب وو چي په سیمه کي اقتدار دا ستر بدلون د مکې مکرمې کفارو د ځان لپاره یوه بریا بلله او د مسلمانانو لپاره د غم سبب ګرځیدلې وه. الله ج په سوره الروم کي مسلمانانو ته د روم د بیرته بریا او د اورپرسته کافرانو د ذلت سره مل شکست وعده ورکړل سوه چي دا پیشبیني د تل لپاره د قرآن عظیم الشان دحقانیت برهان وګرځیدل. عملاً هم داغسي وسول. دا چي د کومه سببه د یهودو او کسرا تر مینځ بدبیني پیدا سول، کسرا د یهودو سره په خپلو کړو ژمنو ونه دریدئ، ده نیول سوو سیمو ته خپل حاکمان ورواستول او د بیت المقدس د ښار چاري یې بیرته عیسویانو ته وسپارلې. ددې بدبیني ګټه قیصر ته ورسیدل او هغه په دې وتوانیدئ چي نه یوازي خپلي د لاسه وتلي سیمي بیرته ونیسې بلکه په بیت المقدس کي د یهودیانو په لاس د عیسویانو د ظالمانه قتل عام په غبرګون کي ډیر زیات یهودیان هم قتل کړي. کله چي د اسلام سپیڅلئ دین په مدینه منوره کي و ځلیدئ او وړانګو یې د شاوخوا سیمو په لور خپریدل پیل کړل نو په سیمه کي د قدرت لپاره سیالي کونکو قدرتونو د یو داسي حریف په سترګه ورته وکتل چي ډار ځني په کار وو. د جګړې په ډګر کي مسلمانانو ته ماته ورکول ناممکنه وه. داسلامي لښکر د سپه سالارانو په شخصیتونو کي رومیانو د خپلو هغه افسانوي ارباب الانواعو عکسونه لیدل چي ددوئ په مذهبي افسانو کي د قوت، شجاعت او ذهانت بیمثله اوصافو لرونکي معرفي سوي وه. مسلمانانو ته د شکست ورکولو ددوئ یوازینۍ هیله په مسلمانانو کي داخلي ګمراهي او بې اتفاقي اچول وه چي په دې چارو ددوئ سیاسیونو کار پیل کړ. د اسلام پر ضد د داخلي دسیسو او سازشونو جګړه هم دې یهودو په غاړه واخیستل چي د غربي روم کاتهولیکي کلیسا په ښه ډول تمویلول. د رسول الله مبارک ص په وختو کي د منافقینو لخوا د مسجد ضرار اعمار د مسلمانانو د تفرقې هغه لمړۍ دسیسه وه چي د مسلمانانو د بې اتفاقي او عقیدوي ګمراهي په منظور د مدینې منورې د منافقینو اود روم د کلیساوو په مرسته ترتیب سوه او مسلمانان ورسره مخامخ سول.دا دسیسه د رسول الله مبارک ص لخوا د الله ج په مرسته په کامیابي سره ناکامه کړل سول. رسول الله مبارک ص د مسجد ضرار د نړولو امر ورکړ او د مسجد ضرار د مدافعینو سره جګړه یې جهاد اکبر وبلل. د حضرت عثمان رض په زمانه کي د شیعه ډلي تشکیل او په وروسته وختونو کي د فارسیانو په مرسته د تصوفي حلقو د پوښښ لاندي په مسلمانانو کي شرکي عقایدو او تفرقې اچولو مخفي حرکتونه هغه څه وه چي مسلمانان یې سره بې اتفاقه کړل او اسلامي نړۍ یې د صلیبیانو، منګولیانو او بالاخره د اروپا د استعمارګرو امپراتوریو د یرغلونو قبلولو ته اماده کړه. مسلمانان همیش تر هغه وخته پوري الله ج د هر ډول دسیسو په وړاندي مسئون ساتلي دي تر څو چي دوئ د الله ج او د هغه اخیري رسول ص په لارښوونو عمل کړئ دئ او د الهي حدود احترام یې ساتلئ دئ. کله چي دوئ د اسلامي خلافت سپیڅلې سلسله وشکول او خپلو واکمنانو ته یې اجازه ورکړل چي د واک انتقال میراثي وګرزوي او د الله ج لخوا نازل سوي قانون او هدایت پر ځاي د خپلو خواهشاتو او شهواتو پیروي وکړي او رسول الله مبارک ص په شان په ټولنیزو چارو کي د ولس سره د مشاورت پر ځای د غوړمالو درباري علماوو او مشاوروینو د ویناوواو خپل نیمګړي پوهي په اساس تصامیم ونیسي او الهي حدود مات کړي، نو دوئ د مخفي یهودي حلقو په دسیسوي جال کي راګیر سول او د کفارو په لاس یې ذلت لرونکي ماتي وخوړې. اسلامي خلافت ختم سو، اسلامي وحدت د بینه ولاړ او د دار الاسلام سیمي د کمزورو او ظالمو نامشروع سیمئزو حکومتونو په خپل مینځ کي سره وویشلې. دوئ د کفري دولتونو یرغلونو ته ونړیدل چي په نتیجه کي داسي وخت راغلئ چي تقریباً ټوله اسلامي نړۍ د اروپایي صلیبي دولتونو مستقیمه مستعمره وګرځیدل. دې استعمار ګرو په مسلمانانو کي د یهودیانو لخوا تشکیل سوي فرقو ته نوره هم وده ورکړل څو ریښتني مسلمانان نور هم ضعیفه سي. څرنګه چي په لمړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کي هغه قدرتونه بریالي سول چي یهودي ډلو ملاتړ ورسره وو نو د یهودو لپاره د شام په سیمه کي د خپل قدرت د یوې هستې د تشکیلولو زمینه برابره سول چي دوئ د اسرائیل نوم په کښیښودئ.

لمړي او دوهم عرب اسرائیل جګړو یهودو ته دا جوته کړل چي د ستر اسرائیل دتشکیل په لاره کي نور هم ډیر څه کول په کار دي. په لمړي او دوهم عرب اسرائیل جګړه کي د مصر، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان دولتي ځواکونو د اسرائیلو د پراختیا مخه ونیول. یهودیانو ته دا ثابته سول چي تر څود اسلامي هیوادونودولتي ادارې د عقیدوي مسلمانانو د حوجودیت څخه نه وي تصفیه سوي، ددوئ ددولتونو نظامي ځواک د صفر سره نه وي برابر سوئ او پر دوئ داسي دولتونه نه وي ګومارل سوي چي عام مسلمانان د اسرائیل لخوا لاندي کړل سوو سیمو د عربو مرستي ته درارسیدو مخه ونیسي، د ستر اسرائیل خوب نه سي تعبیریدای. د اسرائیل د پراختیا لپاره چي کوم نوي پلانونه ترتیب سول، په هغه کي د عرب اسرائیل جګړو څخه زده کړل سوي درسونه په پام کي نیول سوي وه. په لمړي او دوهم عرب اسرائیل جګړو کي که څه هم د اکثره عربي هیوادونو ډیری چارواکي حتا حاکمان دوئ د غیر اخلاقي تدابیرو په مرسته د ځان ملګري کړي وه خو چون دا حاکمان او چارواکي د خپل اقتدار د ساتلو لپاره ولسي ملاتړ ته تل احتیاج وه نو ځکه په خلاصه پښه یې د اسرائیل پر ضد د خپلو ولسونو او ځواکونو د جنګیدو مخه ونه سوای نیولای. د آئینده لپاره دا اړتیا ولیدل سول چي په لمړي سر کي ددې هیوادونو دولتي دستګاوي دداسي افرادو څخه تشکیل کړل سي چي سوچه اسلامي مفکوره ونه لري. دخپلي دندي امتیازات د ځان لپاره هر څه وبولي او د ترفیع په طمع د خپلو حاکمانو لپاره هر هغه کار ته تیار و اوسي چي ددوئ عقیده، وجدان او اخلاق یې اجازه نه ورکوي. راسخ العقیده مسلمانان په هیڅ صورت سره باید تر لوړو دولتي چوکیو ونه رسیږي. ولس د عقیدې او فکر د جهته دومره سره تقسیم سي چي پر یوه ږغ ددوئ راټولیدل ۱۰۰٪ ناممکن وګرځي. حکومتونه د خپلي ولکي لاندي ولسونو د قابو کولواو خپل مینځ کي د جنګیدو لپاره فعاله استخبارات، روزل سوي پولیس، تجهیزات او وسله ولري خو په عصري ټکنالوژي سنبهال د نړي د غیر اسلامي هیواودنود دولتي منظمو ځواکونو په مقابل کي یو ساعت هم د مقاومت توان ونه لري. دا دولتونه په خپل مینځ کي دومره قضیي او رقابتونه ولري چي ولسونه یې هیڅ کله هم یو د بل سره د خپلوي احساس ونه کړي.

ددې پلانونو د عملي کیدو لپاره په اهل السنت مسلمانانو او شیعه ګانو کي د هغه منفوره عقایدو د ترویج هڅي نوي سوې چي تل ددوئ په مینځ کي د کرکي او وینو د تویدو سبب ګرځیدلي وي. په ایران کي خمیني انقلاب هغه عملیه وه چي په نتیجه کي یې په ایران کي داسي ډله واک ته ورسیدل چي د صفوي رژیم په شان یې د الله ج، رسول الله مبارک ص، اصحاب اکرام رض او د مسلمانانو د امامانو رح ته په ښکاره سپکاوی، د مسلمانانو مقدس ښارونه لکه مکه مکرمه او مدینه منوره په زور نیول خپل اساسي مرامونه وټاکل. کله چي د ایران د امام بارګاوو شوپرکانو ته د فرانسې لامذهبه حکومت سیاسي پناه ورکړل او د پراخو امتیازاتو څخه یې برخمن کړل نو عوامو به ویل چي دا یې څنګه سره پیدا کړل، چا سره معرفي کړل او دا د نړۍ د دوو مخالفو قطبو په زړونو کي یو له بله سره الفت چا پیدا کړ. کله چي بیا دې شوپرکانو د ایران پر شاهي نظام کودتاه وکړل او د پراخ نړیوال ملاتړ سره مخ سول نو خلګ پوه سول چي دا لوبه د فرانسې او ایران تر دولتو هم په لوړه سویه لوبه ده. په ترکیه کي چي کله مصطفی کمال کودتاه وکړل نو پر اسلامي تعلیماتو، اسلامي دیني علماوو او د ترکیې د اسلامي کلتور پر ضد یې سخته مبارزه وکړل. پر ازان یې بندیز ولګاوه. عربي رسم الخط یې په انګلیسي واړاوه خو د مولویه فرقې او نورو هغه ګمراه صوفي ډلو امتیازات یې برقراره وساتل چي په مسلمانانو کي د ګمراه عقایدو او بدعتي اعمالو سرچینه وه. د جلال الدین بلخي د پیرویانو لخوا د ذکر پر نوم د سازو سرود سره د ځوانانو د رخصولو محفلونه نن هم په ترکیه کي دوام لري. که مصطفي کمال رښتیا هم سیکولر وای نو د ذکر او عبادت په نوم باندي ترویج سوي دې خرافاتو باندي یې تر هر څه تر مخه باید بندیز لګولئ وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x