د نښتر دوديزه شپږمه مشاعره جوړه شوه
نن ټکی آسیا (ابدالي محزون چنګاښ اوه لسمه ٩٠): نن د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د نښتر دوديزه شپږمه مشاعره جوړه شوه .
دې مشاعرې ته ، چې په دولتي لګښت جوړه شوې وه ، د ننګرهار ، خوست ، پکتيکا او کابل ولايتونو څخه شاوخوا ٤٠٠تنه ليکوالان ، شاعران او يو شمېرحکومتي چارواکي راغلي و.
په دې مشاعره كې د تېرو کلونو پر خلاف ډېر هنري شعرونه واورل شول ،
خو ترڅنګ يې په يو شمېر شعرونو کې دولت ضد شعارونه هم اورېدل کېدل .
په سږنې مشاعره کې د تېرو مشاعرو پر خلاف تشريفاتي خبرو او د چارواکيو ويناوو ته لږ وخت ورکړل شوى و.
د نښتر په نوم دا مشاعره هركال په ګردېزکې جوړيږي ، خو په يووخت كې يې د جرمني د کولن په ښار کې يو شمېر افغان فرهنګپال هم چې مشري يې محمدامين بسمل کوي ترسره کوي ، چې نن هم په ياد ښار کې د نښتر په نامه مشاعره ترسره شوه .