افغانستان

ناڅرګندو وسله والو ننګرهار کې یو سیمه یېز خبریال وژلی

نن ټکي اسیا (شنبه، مرغومي۲۷مه، ۱۳۹۳ل): ناڅرګندو وسله والو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سپين غر په نامه د یوې سیمه یېزې راډیو خبریال وژلی.

عاقل محمد وقار چې له آره د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی او دا مهال په جلال اباد ښار کې اوسېده، پرون په بټي کوټ ولسوالۍ حاجیانو کلي کې د واده پروګرام ته بلل شوی و، چې په همدې حال کې پرې ناڅرګندو وسله والو ډزې کړې او ځای پر ځای یې وژلی.

په دې پېښه کې دوه کسان ټپيان شوي هم دي.

د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب د پېښې پخلی کوي، خو د نوموړي د وژلو پړه یې د چا پر غاړه ور وانه چوله.

بل خوا، د وژل شوي خبریال کلیوال په دې په اړه وايي، چې پېښه ښايي د کورنۍ ستونزې او شخصي دښمنۍ له کبله را منځته شوې وي.

خو په ننګرهار کې د سپین غر راډیو مشر شیر بهادر دا رد کړه، چې ګواکې د دوی همکار دې د شخصي دښمنۍ په اساس وژل شوی وي. د نوموړي په خبره ، وقار له هېچا سره شخصي ترپګني نلرله.

نوموړي له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د یاد خبریال قاتلان پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

ویل کېږي، چې عاقل محمد وقار له تېرو شپږو کلونو راهیسې له سپين غر شخصي راډیو سره خبریالي کوله.

د یادونې وړ ده، چې په روان میلادي کال کې دا په هیواد کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي لومړۍ پېښه ده، چې د نوي کال په لومړۍ میاشتې کې را منځته شوه.

تېر کال د نړۍ په کچه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه و، چې خبریالان پکې زیات ځپل شوي او د تاوتریخوالي قرباني شوي ول. په تېر کال کې په هیواد کې د بیلابېلو پېښو پر مهال اتو تنو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر اوسه هېچا د نوموړي خبریال د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x