افغانستان

ولسي جرګه: د ګډ حکومت مشران پرې د فشار په زور دوه تابعیته وزیران مني

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې کې غړي وايي چې د ګډ حکومت مشران پرې د فشار په زور د دوه تابعیته وزیرانو د منلو هڅې کوي.

د هېواد کابینه د ګډ حکومت له نږدې څلور میاشتې پوره کېدوه سره جوخته اعلان شوه، چې نن يې ولسي جرګې ته د نوملړ د سپارلو ورځ ټاکل شوې وه.

د دوو ریاستونو او پنځه ویشتو وزارتونو لپاره د نوماندو مشرانو دغه نوملړ د روانې میاشتې په دوه ویشتمه اعلان شو، چې د اعلان پر وخت يې نننۍ ورځ ولسي جرګې ته د ور پېژندلو کره وخت ښوودل شوی و.

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازی غلام حسن ناصري وايي چې نن د دوی ناسته وځنډول شوه، او د ګډ حکومت مشر د جرګې له اداري پلاوي سره ګوري.

د نوموړي په خبره د دې لیدنې لپاره د دوی غونډه وځنډول شوه خو وايي چې د غونډې په اجنډا خبر نه دی، مګر پر دې باور دی چې د ګډ حکومت دواړه مشران به پر اداري پلاوي د دوه تابعیته وزیرانو د منلو فشار وکاروي.

ولسي جرګې د کابینې تر اعلان پوره یوه میاشت وړاندې د لېندۍ پر دوه ویشتمه وویل چې دوی به دوه تابعیته وزیرانو ته د باور رایې ورنه کړي.

د اساسي قانون د ۷۲مې مادې له مخې ولسي جرګه دا حق لري چې د وزارت لپاره دوه تابعیته لرونکی نوماند وزیر یا رد یا هم ومني.

د یادې سرچینې له قوله د اعلان شويو نوماند وزیرانو په نوملړ کې له شپږو تر نهو داسې وزیران شته چې دوه تابعیته لري.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي بیا وايي چې ښايي د وزیرانو په دې نوملړ کې بدولون راشي.

د هغه په خبره ځینې داسې کړۍ شته، چې په اعلان شویو کسانو کې خپل څوک نه لري، نو هغوی هڅه کوي چې خپل کسان په دې نوملړ کې شامل کړي.

تر دې وړاندې د مشرانو جرګې غړو هم ویلي و، چې له دومره انتظار سره – سره د ګډ حکومت له لوري اعلان شوې کابینه مسلکي کابینه نه ده.

د ګډ حکومت مشر د واک په لومړۍ ورځ وویل چې دوی به حد اکثر په پنځه څلوېښتو ورځو کې د استعدادونو او اهلیتونو پر بنیاد ولاړه کابینه اعلان کړي.

ولسي جرګه په داسې حال کې د نوماند وزیرانو د باور د رایو اړوند څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي پخپلو څرګندونو کې ګډ حکومت بشپړ ناقانونه او د امریکايي سفارت تولید شوې اداره ګڼله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x