ټکنالوژي

سامسنګ کمپنۍ بیا د اپل ځینې اپشنونه کاپي کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): ځینې راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ یو ځل بیا خپل نوی سمارټ فون سامسنګ ګیلیکسي لپاره د ایفون ځینې اپشنونه کاپي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغې کمپنۍ اعلان کړی و چې د دې کمپنۍ نوی سمارټ فون به له نوی ډیزاین او ځانګړنو سره بازار ته وړاندې شي ځکه چې له دې وړاندې ګیلیکسي ایس ۵ (Galaxy S5) له ماتې سره مخ شوی و.

سامسنګ کمپنۍ خپل دغه نوی سمارټ فون کې کوم چې به نژدې راتلونکي کې کاروونکو ته وړاندې شي د ګوتې نښې سکینر (Finger Print Scanner) ځای پر ځای کړی کوم چې له دې مخکې ایفون سمارټ فون کې کارول شوی و.

دغې سکینر ځای پر ځای کولو سره به د سامسنګ کمپنۍ نوی سمارټ د دې کمپنۍ له پخواني سمارټ فونونو سره ډیر فرق وکړي او د اپل کمپنۍ ایفون سمارټ فون ته به ورته شي.

سامسنګ کمپنۍ دغه سکینر ځای پر ځای کول او ډیزاین له اپل کمپنۍ څخه کاپي کړی. دغه کمپنۍ هم دغه سکینر د ایفون په شان په مرکزي بټن کې ځای پر ځای کړی.

د سامسنګ کمپنۍ په نوی سمارټ فون ګلیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) که به مرکزي بټن نسبت د دغې کمپنۍ پخواني سمارټ فونونو ته غټ وي په کوم کې به چې سکینر ځای پر ځای شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x