نړۍ

امریکا د اسرائیل سره د جنګي جرایمو په اړه تحقیقات کول «افسوسناک عمل» بللی

نن ټکي اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): امریکا د ملګرو ملتونو د جنائي محکمې هغه پریکړه غندلې چې غواړي د اسرائیلي ځواکونو د جنګي جرایمو په اړه تحقیقات وکړي.

امریکا ویلي چې دا یو ډیر افسوسناک عمل او بې ځایه پریکړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جیفري راثکي ویلي چې دوی د فلسطیني حکومت له خوا د جنائي جرمونو په نړیواله محکمه کې ددې قضیې په را پورته کولو سخت خواشیني دي، او زیاته کړې يې ده چې امریکا له لومړۍ ورځي څخه دا فکر کوي چې فلسطین کله هم ددې وړتیا نه لري چې د ملګرو ملتونو په جنائي محکمه کې دي غړیتوب تر لاسه کړي.

نوموړي وویل چې مونږ د جنائي محکمې د لويي څارنوالي له خوا دا پریکړه په کلکه غندو او تر خپلې وسې پوري به د اسرائیل په خلاف د هر اقدام مخالفت وکړو.
باید وویل شي چې اسرائیل په غزه باندي د بمبارۍ په نتیجه کې په زرګونو ماشومان، ښځي او ولسي وګړي وژلي دي، خو امریکا تل د اسرائیل څخه په دفاع کې ویلي چې اسرائیل پوره حق لري چې د خپل ځان څخه دفاع وکړي، او په غزه باندي یې د اسرائیل د جیټ الوتکو بمباري د دوی مشروع حق او د ځان دفاع بللې.
د جنګي جرایمو محکمې مشري ویلي چې دوی تحقیقات نه کوي، بلکې په یوه داسې راپور باندي کار کوي، چې کیدای شي اسرائیل د تیر کال ۲۰۱۴ په اوړي کې چې کله یې په غزه باندي بمبارۍ کولې، داسي اعمال تر سره کړي وي چې هغه په نړیواله محکمه کې جنګي جرمونه ګڼل کیږي.

باید وویل شي چې د اسرائیل په بمبار کې د زرګونو انسانانو د وژل کیدو تر څنګ روغتونونه، مکتبونه او نور عام ځایونه هم په نښه شوي، چې له کبله یې په ملیاردو تاوان رسیدلی او دغزې ښار ټول خدماتي او دولتي تاسیسات له منځه تللي.

بل خوا اسرائیل په خپل لومړي غبرګون کې ویلي چې فلسطین یو دولت نه دی، ځکه نو په جنائي محکمه کې داسي یو قضیه نه شي را پورته کولای. او د محکمې له خوا یې د اسرائیلو په جنګې جرمونو په ابتدائي راپور باندي کار پیلول په کلکو ټکو غندلي.

د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي چې دوی د تروریزم سره په جګړه بوخت دي، او د فلسطیني ولسمشر عباس په مشرۍ حکومت د تروریزم ملګرتیا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x