افغانستان

هرات: د ملي امنیت یو تن کارکوونکي ځان وژنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ملي امنیت یو تن کارکوونکي د لاسي بم په وسیله ځان وژنه کړې ده.

د هرات ولایت امنیتي مسوولین وايي چې د ملي امنیت دغه کارکوونکی فردوس نومېده، چې د لاسي بم په وسیله يې خپل ځان وژلی دی.

د دوی په خبره د پېښې په اړه يې پلټنې روانې کړې دي او هڅه کوي چې د فردوس د ځان وژنې علت معلوم کړي.

د ملي امنیت لوی ریاست او د فردوس کورنۍ رسنیو ته څه نه دي ويلي.

یاده دې وي د هېواد په نږدې څوارلس کلنه جګړه کې نه یواځې، افغان عسکر، امنیتي مسوولین او د ملي امنیت غړي ځانونه وژني، بلکې د دوی بهرني همکاران هم ډېری ورته پېښې تکراروي.

په جګړه کې د ښکېلو کسانو د ځان وژنې په اړه ویل کېږي چې ډېری يې اروايي ناروغان دي، چې په جګړه کې د سختو ماتو او ستونزو تاب نه لري او ځان وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x