افغانستان

ننګرهار: د بهرنیانو په هوايي برید کې د یو ماشوم په ګډون درې عام وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): په ننګرهار کې د بهرنیانو له لوري د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د یو ماشوم په ګډون درې تنه عام وګړي وژل شوي دي.

سره له دې چې له نوي میلادي کال سره د بهرنیانو پوځي ماموریت پای ته رسېدلی دی، مګر بهرنیانو د ننګرهار په لعل پورې ولسوالي کې په هوایی برید کې درې تنه شپانه ځای پر ځای وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقیوال هم پېښه مني او وايي چې په پېښه کې یو تن شپونکی ماشوم او دوه مخالفین وژل شوي دي.

هغه نه دي ویلي چې له مخالفینو سره په څنګ کې تنکی شپونکی څنګه په برید کې په نښه شو.

د پېښې د سیمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي درې واړه عام وګړي دي، چې د لعل پورې د چکنور د سیمې اوسېدونکي دي.

د چکنور د اوسېدونکو له قوله په برید کې د دولت کوم مخالف نه دی په نښه شوی، بلکې وژل شوي درې واړه شپونکي دي.

د ګډ حکومت مشر د واک په پیل کې بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو او هوايي بریدونو پراخه اجازه ورکړه، چې پرلپسې پکې عام وګړي په نښه کېږي.

تر دې وړاندې په پروان، لوګر او پکتیا کې د هم د بهرنیانو په هوايي بریدونو کې ګڼ عام کسان وژل شوي دي، چې دولتي مسوولینو يې په اړه هیڅ څرګندونې نه دي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x