افغانستان

خوست: د بهرنیانو د بمبارۍ په ضد په سلګونو خلکو مظاهره وکړه

khost_muzahiraنن ټکی آسیا: نن ورځ د خوست په ولایت کي په سلګونو خلکو د بهرني ځواکونو د هغو بمباریو په ضد مظاهره وکړه چي پرون يې د ملکي خلکو پر کور باندي د ددې ولایت د دومنده په ولسوالۍ کي تر سره کړې وه، او لږ تر لږه يې ۱۳ تنه ملکي وګړي چي اکثره يې ماشومان او میرمني وې، شهیدان شوې وه.

مظاهر کوونکو د خوست – ګردیز لویه لاره د څو ساعتونو لپاره وتړله، او د امریکا او حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول، او د حکومت څخه يې غوښتنه کول چي د ملکي وګړو قاتلانو ته سخته سزا ورکړي.

په دې مظاهره کې د کوم تاوتریخوالي راپور نه دی ورکولی شوی.

د خوست ولایت د دومنده ولسوالۍ ولسوال حسین جان شیرزي ویلي چي تیره ورځ د بهرنیانو په بمبارۍ کي که له یوې خوا لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شول، له بلي خو شاوخوا ۵۰۰ څاروی هم په بمباریو کي ووژل شول، چي په ولسوالۍ کي اوس هم هاخوا دې خوا پراته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x