ټکنالوژي

د فرانسې ۱۹۰۰۰ ویب سایټونه هک شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): فرانسې د انټرنیټ برخې یو چګپوړی چارواکی ویلي چې د چارلي ابدو له پیښې تر اوسه د دغې هیواد ۱۹۰۰۰ ویب سایټونه هک شوي.

فرانسوي چارواکي رسنیو ته ویلي چې هکرانو د حملو لړۍ د چارلي ابدو له پیښې وروسته پیل شوه. چارلي ابدو مجلې غوښتل چې د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په شان کې سپوکونکي کارټون یو ځل بیا خپاره کړي چې له همدې امله د دغې مجلې پر دفتر وسله وال برید وشو.

ارنول کوستیر چې د فرانسې دفاع وزارت د انټرنیټ مسؤل دی ویلي چې له تیرې ورځې راهیسې ۱۹۰۰۰ ویب سایټونه هک شوي چې اکثره يي د اسلامي دولت هکرانو لخوا هک شوي.

اسوشیتد پرس راپور پر بنسټ دغه هکرانو پوځي، دولتي او تجارتي ویب سایټونه هک کړي چې دغه کار د فرانسي حکومت اندیښمن کړی او د ځینې مهم ویب سایټونو ساتلو لپاره يي ۲۴ ساعته متخصصین ګمارلی.

اربور نیټورکس شخصي شرکت کوم چې انټرنیټي پیښې څاري ویلي چې تیر ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۷۰ انټرنیټي حملې شوي چې له دې جملې څخه څلورمه برخه يي له امریکا څخه شوي. خو فرانسوي چارواکو او رسنیو د چارلي ابدو مجلې رسمي ویب پاڼې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې اسلام دښمنه مجلې «چارلي ابدو» د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) په شان کې سپکوونکي کارټونه یو ځل بیا خپاره کړل.
د «چارلي ابدو» مجلې دغه پریکړه د مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو د کوم په نتیجه کې چې تر اوسه د دغې هیواد ۱۹۰۰۰ دولتي او غیر دولتي ویب سایټونه هک شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x