افغانستان خپل سخت سیال ایرلینډ څخه غچ واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې افغانستان د نجیب الله ځدران غوره توپ وهنې په مرسته خپل سخت سیال ایرلینډ ته په ۷۱ منډو ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې لوبډل مشر وګټله او افغان ملي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. افغانستان ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۶ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې افغان لوبغاړي ښه توپ وهنه وکړه. نننۍ لوبه کې نجیب الله ځدران په ۵۰ توپونو ۸۳، سمیع الله شینواري په ۹۶ توپونو ۵۰ او اصغر ستانکزی په ۸۲ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

د لوبې په پیل کې ځینې ملي لوبغاړي ډیر ژر وسوځیدل خو د نجیب الله ځدران غوره او چټکه توپ وهنه له ملي لوبډلې سره د یو غوره او ستر هدف په ټاکلو کې ډيره زیاته مرسته وکړه.

دغه لوبه کې د لوبډلې مشر محمد نبي عیسی خیل یو ځل بیا د توپ وهنې په برخه کې ښه لوبه ونکړه او په ۲۱ توپونو يي یوازې ۹ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره یانګ او اوبراین درې درې ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچووونکي ثابت شول. یانګ خپل ۱۰ اورونو کې ۴۵ او اوبراین خپل ۱۰ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې.

ایرلینډ لوبډلې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې. د ایرلینډ لپاره سټرلینګ ۳۶، اوبراین ۳۳، جوایس ۲۱ او کیوین اوبراین ۲۱ منډو جوړولو سره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

نننۍ لوبه کې افغان توپ اچووونکو د ایرلینډ لوبډلې ته د منډو جوړولو اجازه ورنکړه. دغه لوبه کې حمید حسن درې، افتاب عالم او میرویس اشرف دوه دوه ویکټې واخیستې. حمید حسن خپل ۶.۳ اورونو کې ۲۴، افتاب عالم خپل ۷ اورونو کې ۳۱ او میرویس اشرف خپل ۱۰ اورونو کې ۴۳ منډې ورکړې.

نن ملي لوبډلې د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې په مرسته يي خپل سخت سیال ایرلینډ ته يي په ۷۱ منډو ماتې ورکړه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د