
اسماعیل خان: په کابینه کې د «چپیانو» له شتونه اندېښمن یو
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت پر نومول شوې کابینې ورو ورو نیوکې زور نیسي. پر عامو خلکو سربېره اوس د عبدالله عبدالله یو پلوی او پخوانی جهادي قومندان، محمد اسماعیل خان هم توندې نیوکې وکړې.
اسماعیل خان چې د هېواد په لوېدیځ حوزه کې متنفذ مشر ګڼل کېږي، د نوې کابینې له تشکیل څخه راضي نه دی. اسماعیل خان هم د ډېرو په څېر ګډ حکومت د «ملي یووالي» حکومت نه بولي.
اسماعیل خان وايي: «په اوسني نظام او په کابینه کې د مجاهدینو نه شتون موږ ته د اندېښنې وړ دی». په لوېدیځ حوزه کې د جمعیت اسلامي دغه مشر خپله اندېښنه ځکه جدي بولي چې امنیتي پوسټونه «چپیانو» ته ورکړل شوي دي: «زموږ اندېښنه ځکه ډېره جدي ده چې په امنیتي څوکۍ چپیانو ته ورکړل شوي دي».
اسماعیل خان په کابینه کې د غرب حوزې خلکو نه شتون د «توجیه وړ» نه بولي.
اسماعیل خان دغه څرګندونې نن په هرات کې د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې.
د اسماعیل خان په باور د عبدرب الرسول سیاف په څېر کسانو نه شتون ښيي چې «مجاهدینو» ته ارزښت نه دی ورکړل شوی.
اسماعیل خان په تېرو ټاکنو کې لومړی د ولسمشرۍ نوماند، عبدرب الرسول سیاف لومړی مرستیال و او دویم دور کې بیا د سیاف ټیم له عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. سره له دې چې د ښاغلي سیاف ټیم له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ خو په کابینه کې یې سیاف ته کومه برخه نه ده ورکړې.
ALLAH(swt) ba Inshaallah da munafiqeen nor ham washarmawi
وایی د قارغه روژه وه په ( …. ) یی ماته کړه ، د روسانو په مقابل کی یی جهاد وکړو مګر د نفس په مقابل جهاد کی یی ماته وخوړله الله ج ورته د طالبانو په زندان کی دغه ګناه رژوله مګر دغه بدمرغه انسان د ځینو شیطانی کړیو په واسطه له هغه زندانه وژغورل شو له دی وروسته به د همدغه چپیانو زندان ته ځی انشالله