افغانستان

د اشرف غني له خوا نوماند وزیر د فساد په تور انټرپول ته مطلوب دی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر اشرف غني له خوا د اوبو لګولو او کرنې وزارت ته نوماند وزیر د نړیوالو پولیسو سازمان انټرپول ته د فساد په جرم مطلوب دی، او د هغه د نیول کیدو اوامر صادر شوي.

انټرپول نړیوال پولیسي سازمان دی چې بین المللي مجرمین نیسي او د عدالت منګولو ته یې سپاري.

د اشرف غني له خوا د اوبو لګولو او کرني وزارت ته نوماند حسن یعقوب حیدري په اروپائي هیواد اسټونیا کې د هغه ځای حکومت ته د مالیې د نه ورکولو، اختلاس او نور مالي فساد په جرم مطلوب دی.

د انټرپول په ویب سایټ کې دا نه دي راغلي چې له کومه راهیسي حسن یعقوب حیدري مطلوب دی، او نه دا څرګنده شوې چي نوموړي څومره اختلاس کړی، خو دومره یې ویلي چې نوموړی په لوی فساد کې ککړ دی، او ډیره زیاته مالیه یې اختلاس کړې.

د مالي فساد په جرم باندي دغه نوموتی مجرم د ولسمشر اشرف غني د هغې کابینې حصه دی چې تر سلو زیاتې ورځې په دې بهانه وځنډول شوه چې اشرف غني په مسلکي او له فساده خالي وزیرانو پسې ګرځي.

د شنونکو په نظر هغه کس چې باید اشرف غني د عدالت په موخه نړیوالو پولیسو ته سپارلی وای، هغه یې وزارت ته نوماند کړ.

انټرپول په خپله ویب پاڼه کې لیکلي چې که د نوموړي د ځای ځایګي په اړه هر څوک معلومات لري، باید انټرپول ته خبر ورکړي، تر څو نړیوال پولیس نوموړی ونیسي او محکمې ته یې وړاندي کړي.

باید وویل شي چې حسین یعقوب لومړی نوماند وزیر نه دی چې په بهرنیو هیوادونو کې یې په فساد د ککړتیا خبرونه ورکول کیږي، بلکې تر دې وړاندي د ټیکنالوژي او مخابراتو وزارت لپاره نوماند برنا کریمي باندې هم ورته تورونه پوري شوي، او د هغه په اړه هم ویل کیږي چې د کاناډا سفارت څخه د ملیونو ډالرو اختلاس له امله شړل شوی وه.

دا لومړی ځل دی چې د حکومت یو وزیر پارلمان ته له معرفي کېدو وړاندې تورن ثابتېږي.

د ګډ حکومت مشرانو د کابینې پر نومولو له سلو زیاتې ورځې ولګولې ترڅو پاکه او مسلکي کابینه ولس ته وړاندې کوي.

تر اوسه د ولسمشر ویاند په دې باب څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان ځلمی

اوښ ته چا ویلی چه اورمیږ دی کوږ د ی هغه ورته ځواب ورکړی چه کوم ځای می جوړ دی چه د ورمیږی غم می کړی اشرف غنی خپله د امریکا شهریت لری ښځه یی د لبنان شهریت لری ، عیسوی څه چه ماسوینسته او ورور یی د لبنان د کمونستی ګوند رهبر دی او اشرف غنی د نجیب د ترور زوی او د هغه ښی لاس وو ، زه فکر نه کوم چه دا ډول شخص دی د جمهوری ریاست وړتیا ولری حتی د نړی ټولو هیوادونو په قوانینو کی نشته ، زه وایم دا به ښه وی چه… نور لوستل »

سباوون برئ

جناب غنی! تاسو دا سل ورځی په داسی غله پسی ګرځیداست چی په نړیواله سویه د فساد او جرمی اسناد یی مستند موجود او بین امللی پولیس هم ور پسی ګرځی، یعنی بل داسی سم سړی په افغانستان کی نشته یا دا چی تاسو ته یواځی غله ، فاسد او هیواد پلورونکی پکار دی؟ دیره عجیبه ده چی باید یا جعلکاره لکه برنا کریمی ستاسو او دکرزی صاحب پکار دی او یا هم غله او فاسد کسان، نور بالا اعتماد ختم سو!

ظاهر

همغه دیگ او هغه یی کاسه غنی بخپله کوم په شریعت برابر دی چی یی کابینه وی اوس نو د کډ حکومت کار دی په هره لاره چی ځی په به ځی ځوک یی مخه نشی نیولای ځکه چی بادار هر ځه ورته وای هغه به کوی نور نو بل ته ځه حاجت .

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx