افغانستان

زابل: دښار دکثافاتو د راټولو لپاره ۲۵ تنه مزدوران مو په کار ګومارلی دی

zabul_sharwaliدزابل ښاروال جنت ګل توریالی وردګ خبریالانو ته وویل چه یاده پروژه به دوی میاشتی دوام ولری چه ټول مالی لګښت به یی ۳۳۰۰۰۰۰ افغانی وی چه دامریکا دمتحده ایالاتو دپرمختیایی ټولنی یو اس ای آی ډی  لخوا به ورکول کیږی.

ښاغلی وردګ وایی چه دښار ټول کثافات به له ښار دباندی وباسی او دښار ټولو دوکانو او کورونو ته به یوه یوه کثافت دانی هم ورکړل شی

ترڅو دهر کور مالک دخپل کور کثافات دباندی راباسی او هغه بیا دښاروالی دمزدورانو لخوا وهغه خپل محدود شوی ځای ته وړل کیږی.

نوموړی همداراز له خلګو څخه غوښتنه کوی تر څو له ښاروالی سره دښار دپاکولو لپاره همکاری وکړی.

پر همدی مهال دقلات ښار زیات شمیر خلګ دښاروالی له کارونو څخه خوښ بریښي، خودوی ټینګار کو ی چه یاده پروژه باید دښار دننه په دایمی ډول شی.

دا پروژه پداسی حال کی په زابل کی شروع کیږی چه پدی وروستیو کی په قلا ت ښار کی دبیلا بیلو موسساتو لخوا کارونه کیږی چه پکی سلګونو بی وزله کاریګر یی په کار ګمارلی دی.

او ورسره په څنک دبیارغونی کارونه هم دپخوا په پرتله زیات په سترګو لیدل کیږی.

د یو سروی له مخي په تیرو اوو میاشتو کی یوازی څه باندی ۱۵ میلیونه ډالر لګښت دولایتی بیارغونی ډلی او دولایت مقام لخوا په بیلا بیلو برخو کي ددی ولایت په یوشمیر سیمو کي کارونه شروع دی او اکثره یی دامهال پای ته رسیدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x