د نن سرلیکنه

له کابینې وروسته د ټیمونو دننه نهیلۍ او د اپوزیسیون ښکالو /سرلیکنه

د عبدالله عبدالله او اشرف غني له څه باندې درې میاشتینیو خبرو اترو او چنو وهنو وروسته د ګډ حکومت کابینه داسې مهال اعلان شوې چې د دواړو حریفانو د ټیمونو دننه یې یو لړ بې باورۍ او نهیلۍ راولاړې کړې دي. کله چې د اپرېل میاشتې ټاکنو کې د کمېسیون په وینا هېڅ نوماند پنځوس جمع یو رایې پوره نه شوای کړای، ټاکنې دویم دور ته ولاړې. په دویم دور کې د تېرو نهو تنو نوماندو تر څنګ راټول شوي جنګسالارن، په فساد ککړ ټکنوکراتان او د بشري حقونو ناقضین د عبدالله او غني څنګونو ته وڅښېدل. په دویم پړاو کې ټیمونه د پخوا په پرتله ډېر نامتجانس شول. په دواړو ټیمونو کې هم د پخوانیو کمونستانو جنګي مجرمین، هم تنظیمي د بشري حقونو ناقضین او هم پر فساد ککړ له غربه راغلي ټکنوکراټان پرېمان راغونډ شوي وو. دغو ټولو اړخونو له غني او عبدالله څخه د یوه مقام په هیله ملاتړ کړی و. ملي ګټې او د تګلارو ورته والی هغه کلېشه پلمه وه چې د هېواد عادي خلک هم پرې پوهېدل. په مزار کې د عبدالله عبدالله د دویم مرستیال، محمد محقق څرګندونې ډېرې رڼې وې. محقق په ډېر صراحت سره وویل چې عبدالله ورسره د پنځو وزارتونو ژمنه کړې وه؛ مګر کله چې حکومت ایتلافي شو نو اوس د دوی برخه درې وزارتونه کېږي!

د برخو په اړه یوازې محقق داسې سپينې خبرې کړي دي؛ خو د ژمنو مسئله په ټولو ملاتړو کې شامله وه. د کابینې له اعلان وروسته د ځینو ملاتړو خپګانونه او نهیلۍ ښه په ډاګه کوي چې له دوی سره پر شوو ژمنو سترګې پټې شوي دي او د دوی «حق» نه دی ورکړل شوی.
د کابینې اعلان هم د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني په ټیم کې او هم د اجرايي رييس عبدالله عبدالله په ټیم کې نهیلۍ خپرې کړې. په ګډ حکومت کې چې ټولټال پنځه ويشت وزارتونه لري، دیارلس یې د غني په برخه رسېدلي او پاتې دوولس یې د عبدالله عبدالله په قسمت رسېدلي. هغوی ته چې وزارتونه رسېدلي خوشاله دي؛ خو پاتې نور ورته د وزارت نه ورکړه پر ځانونو «ظلم» بولي.

د عبدالله عبدالله په ټیم کې د نهیلي ملاتړي عبدرب الرسول سیاف وروستۍ څرګندونې ښيي چې ښاغلی سیاف په تېرو دیارلسو کلونو کې په لومړي ځل بې وزارته کېږي او د بې امتیازۍ کلکه څپېړه پر مخ خوري. استاد سیاف چې له کرزي او امریکایانو سره یې ښې اړیکي لرلې، کله هم داسې مایوسه شوی نه و. سیاف د کابینې له اعلان راهیسې پر خپلې رسمي فېسبوک پاڼې په اشارو او کنایو خپله غوسه څرګنده کړې ده. عبدرب الرسول سیاف له خپل عادت سره سم چې دی تل د خپل سیاسي دریځ په دفاع او د حریفانو په ټکولو کې د قرآنکریم ایتونه او مبارک احادیث کاروي، اوس یې بیا د احادیثو پر مټ د عبدالله او غني له کابینې مایوسي ښکاره کړې ده.

اسماعیل خان چې په تېرو ټاکنو کې د سیاف لومړی مرستیال و نن په هرات کې په څرګندو ټکو د ګډ حکومت پر کابینې نیوکه وکړه چې ډېری وزارتونه «چپیانو» ته رسېدلي. له «چپیانو» د اسماعیل خان هدف خلقیان او پرچمیان دي چې په کابینې کې غوښنه برخه لري. محمد اسماعیل تېره اوونۍ ګوتڅنډنه کړې وه چې که دوو میاشتو کې حالات قابو نه شي شاید د جګړو لمن پراخه شي.

داسې ښکاري چې امریکایان د ګډ حکومت له تشکیل وروسته چې ډېر لړزانده یې جوړ کړ، اوس غواړي د یوه کمزوري حکومت ترڅنګ یو ځواکمن اپوزیسیون راپورته کړي. داسې اپوزسیون چې د دواړو ټیمونو اکثریت ناراض غړي په کې راغونډ شي او د حکومت پر کړنو او کمزوریو نیوکې وکړي. حامد کرزی له هغو څېرو څخه دی چې تر اوسه یې په زغرده څه نه دي ویلي. خو داسې ګنګوسې وې چې کرزی به د اپوزیسیون مشري کوي. که چېرته کرزی میدان ته نه شي، ښايي سیاف د اپوزیسیون د مشرۍ نیولو هڅه وکړي. داسې ښکاري چې د لړزانده ګډ حکومت ترڅنګ د یوه قوي اپوزیسیون تشکیل به د حکومت کمزورې مزې لاپسې سستې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

IN MY MIND;WHEN SOME BODY TALKING FROM MUJAHEED,TALIBS,HEZBI ISLAMI,HEZBI JAMEEEAT,
THES KIND NAME GAVE ME IDEA,IN MY MIND BECOME THEORY OF KILLER,ISI,CORRUPTION
IN MY DICTIONARY;MUJAHEED,HEZBI ISLAMIC,JAMAAT TALIBS MEAN CORRUPTION,KILLER OF PEOPLES,BURNER OF SCHOOLS,AGENT OF ISI, WARLOARDS,OWNER OF FIVE WEIFE
KHALQI.PARCHAMI,COMMUNIST IS PEOPLES WHO LOVE EDUCATION,MODERN EQUAL RIGHTS,HONEST PEOPLES WHO LOVE HUMAN,WHO LOVE AFGHAN AND AFGHANISTAN,
I HAVE MANY MANY BAD MIMORY FROM ALL KUMANDERS OF GULBUDDIN JENAYAT KAR.
GULBUDDIN KILLED MANY FAMOUSE EDUCATED AFGHANS.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x