په پکتيکا کې دشاتو دمچيو دروزنې پروګرام پيل شو
نن ټکی اسيا: دپکتيکا د کرنې اومالدارۍ رياست په دې ولايت كې د ولايتي بيارغونې ډلې پهيوسل اودېرش زره ډالرو مالي مرستې د شاتو د مچيو د روزنې پروګرام پيل کړى دى.
د پکتيکادکرنې اومالدارۍ رييس حميدالله توخي وويل، چې د ښې پايلې د ورکولو په صورت كې به دا پروګرام نور هم پراخ كړي .
د هغه په وينا، دا يوه نمونه يي پروژه ده اوپه دې برخه کېيې د ماهرينو له لوري د پکتيکاوالو د روزنې لړۍ پيل كړې ده .
دکرنې رييس داهم وويل،چې اوس يې له مرکز او ولسواليو څخه دشاوخوا سلوتنو روزنه پيل کړې ده.
نوموړي زياته کړه : (( په پكتيكا كې دشاتودمچيو د رواجولو لپاره روزل شويوکسانوته دمچيو څلور،څلور صندوقونه هم وركوو. ))
توخي زياتوي، چې که دې پروژې ښه پايله ورکړه ، نو له يوې خوابه د پکتيکا خلکو ته دکار اوښه اقتصاد زمينه برابره کړي اوله بل پلوه به خلکو ته ښه اصل شات وړاندې شي.
د انځرګل په نامه ددې پروګرام يوتن روزونکي وويل ، چې په دې برخه کې ښه تجربه لري ،هغه وايي چې د شاتو د مچيو ګټې ډېرې او زحمت يې لږ دى .
نوموړي وايي ، چې دا سوچه، پاک اوحلال کسب دى او په ترسره کولوسره يې هم ثواب او هم خرما ترلاسه كېږي..
انځرګل زياتوي ، چې د پکتيکاچاپيريال دشاتو د مچيو د ودې او روزنې لپاره ډېر مناسب دى.
د يادونې ده، چې د پکتيکا په ګاونډيو ولايتونو خوست، پکتيا، لوګراوغزني کې هم د شاتو مچيو روزنې ډيره ښه پايله ورکړې ده .
ابدالي محزون
پکتيکا چنګاښ شپاړسمه ٩٠