
کندهار: د ولايتي شورا پر رییس موټر بم برید شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ولایت د مرکز خورا خوندي سیمه کې د کندهار د ولایتي شورا په رییس موټر بم برید شوی دی.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې د کندهار ولایتي شورا رییس سید جان خاکریزوال له عینو مینې د وتلو په حال کې چې په خبره يې موټر بم برید پرې وشو.
خپلواک رسنیو ته وویل چې د ولایتي شورا رییس له پېښې روغ وتلی دی، خو له ډېرو جزییاتو ورکولو يې ډډه وکړه.
ویل کېږي له چاودنې وروسته ډزې هم اورېدل شوې دي، خو د کندهار سیمه ییزو چارواکو يې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي، تلفاتو او مسوولیت اخیستلو اړوند کره جزییات نه دي تر لاسه شوي.