دیني، سیرت او تاریخ

حجاب په اسلام او ساينس کی (۱۸)

لیکوال: عبد الغفار جُبیر

په (National King James Version) بایبل کی دا ایات داسی لیکلې دی:

کچيری يوه ښځه پټه نه وی، سردی وخريل شی او که چيری دا د سرخريل ددی لپاره دشرم خبره وی نو ځان دی پټ کړی۔

په (NASB) بایبل کی دا ایات داسی دی:

که چيری ښځه خپل سر پټ نکړی، ددې سر دی وخريل شی او يا دی د سر وېښتيان ايسته کړل شی، که دا عمل دا وخپل ځانته دشرم نه ډک يوه بې عزتی بولی نو سر دی پټ کړی۔

په (CEV) بایبل کی دا ایات داسی راغلی دی:

ښځه بايد خپل سر پټ کړی، او د ښځې لپاره د سرخريل او وېښتيان غچی کول يو لعنت، ظلم او شرم دی، که چيری ښځه د سر پوټول او حجاب رد کړی نو د دې ښځې وېښتيان دی غچی او سر دی وخريل شی۔

په ځینو بایبلو کی تر دې هم ورباندی ټینګار شویدی، او ډېره سخته سزا ئې ورته لیکلې ده، بل ځای په بایبل کی راغلی دی:

سړی د ښځې نه نه دی بلکه ښځه دسړی نه ده، او سړی د ښځې د خاطره نه بلکه ښځه د سړی د خاطره پيدا شويده، نو د فرښتو په سبب ښځې ته پکار ده چی پخپل سر د اختيار (اطاعت، کمينۍ) نښه (پورڼی) کښيږدی) (5: 14)

ددې پورتنیو ایاتو څخه لاندی کرښې په لاس راځی:

1: سر تور سر یا حجاب نه کول په عیسایت کی دومره بد شرم دی لکه د یوې ښځې ویښتیان چی پریکړل شی او یا هم وخریل شی۔
2: لوڅ سر د ښځې لپاره یو لعنت دی۔
3: په لوڅ سر دُعا او نور عبادات نه قبلیږی۔
4: د سر وېښتیان د ښځې لپاره تر ټولو مهمه ښکلا ده، چی دا طبعی ده، او د هرې ښځې پخپلو وېښتیانو ډېره خوا بدیږی، که وخیژی، کم شی، ضایع شی، خو

که حجاب نه وی نو دا ښکلا دی له مینځه یو وړل شی۔ د ښځې د وېښتیانو په هکله باندی په راتلونکو ټوکو کی وګوری، چی دښځې وېښتیان دښځې لپاره څومره ارزښت لری، په مذهب او ساینس دواړو کی؛ د ښځې وېښتیان د ښځې د ډېرو ناروغیو درمل دی۔

5: ښځه د نرڅخه او د نر لپاره پیدا شوې ده۔

6: لکه څرنګه چی ښځه د نر څخه پیدا شوې ده، نو دې ته په کار دی چی د نر د اطاعت لپاره او هغه ته د سر کښته کولو په موخه پورڼی پر سر کی، چی دا د اطاعت نښه ده۔ خو د اسلام په مبارک دین کی حجاب د عفت، عزت، شرافت، سر لوړی، د سرتاج، او د خدای جل جلاله د اطاعت نښه ده۔

7: ښځه د فرشتې سره مقایسه شوې ده، لکه څرنګه چی فرشتی د خدای جل جلاله اطاعت کوی، نو ښځه هم باید د نر د اطاعت نښه (پورڼی) پر سر کی۔ خو اوس بر خلاف چی موږ ولویدیځ ته ګورو نو د دې پر ځای چی ښځه د نر اطاعت وکی، په مجموع کی په عیسایی نړۍ کې نر د ښځې اطاعت کوی، او د هغې تر تسلط لاندی شپې او ورځې تېروې، حتی د ښځې بې له اجازې څخه د کور ورځنې سودا هم نشی را وړلای ، چی وروسته به ئې بیان راشی ، چی یوه وړه بېلګه ئې وړاندی کوم او هغه دا چی په هر کال کی په زرهاوو مړونه طلاقیږی، چی دا یواځی د ښځو له خوا طلاقیږی، دا ځکه چی خاوند د ښځې پوره اطاعت نه کوی نو ځکه ښځه ور ته طلاق ورکړی، د(News Week) په حواله په اروپا او مریکا کی په سلو کی (98) طلاقونه د ښځو له لوری دی، او یواځی په سلو کی (2) طلاقونه د نارینه و له لوری دی، دلته اوس تاسی ګران لوستونکی قضاوت وکی چی نر د ښځې اطاعت کوی او که ښځه د نر؟!!

وبل لوری ته عیسایی ننی ( ښځې راهبې) د مسلمانانو په شان حجاب کوی، او د کاتولیکانو په کلیسا کی تر (1960) میلادې پوری په کلیسا کی حجاب اړین او جبری وو، او که چیری چا پورڼی نه وای پر سر نو وهغې ښځې ته و کلیسا ته د داخلیدو اجازه نه وه، او د کلیسا په هیڅ مذهبې مراسمو کی ئې ونډه نشوای اخیستلای، او بل موږ و ټولې عیسایی نړۍ ته وایو چی ستاسو په ټولو کلیساوو کی چی تاسو د بې بې مریمی رضي الله وعنها مجسمې جوړې کړېدې، دا ولی په حجاب کی ده؟؟؟ که حجاب په تاسو کی اوس عیب او شرم دی، نو تاسې چی بی بی مریمی ته د خدای مور (نعوذ بالله) وایاست دا ولی په حجاب کی ده، ؟؟؟ ستاسو بایبل ولی پر حجاب ټینګار کوی؟؟؟ سال (پولس) ولی پرنه حجاب باندی دومره لعنت کړی دی؟؟؟ د نه حجاب سزا ئې ولی دومره سخته کړې ده؟؟؟ ایا بایبل د خدای کتاب نه دی؟؟؟ که بایبل دومره ارزښت درته نه لری نو بیا ولی دومره زیار ورته باسی؟ هیوادونه قبضه کوی، بې ګناه خلک وژنی، او دا د بې شرمۍ، غرور او د اسلام سره د دوښمنۍ شعار مو وهر چا ته معلوم دی چی تاسو هرځای لیکلې دی، ((موږ د عیسایت ونه دمسلمانانو په وینو شنه ساتو)) ، اوس ستاسو په دې ناولو هڅو هر مومن مسلمان خبر دی، او وپورتنی پوښتنو ته دی اوس عیسایی نړۍ ځواب ووای۔

اوس موږ د عیسایت څخه دا نتیجه اخلو!!!

یابه بایبل د خدای کتاب نه وی، او یا عیسایت هیڅ الهی دین او مفکوره نه ده، د خیالاتو، پوچو خبرو، او د فکر یو خیالی ټال دی، نو ځکه وعیسایانو ته هم هیڅ ارزښت نلری۔

نور بیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x