افغانستان

په خوست کي د بهرنیانو په بمبارۍ د یوې کورنۍ لږ تر لږه ۱۳ غړي وژل شوي دي

destroyed_home_by_nato_airstrikeخوست: د بهرنیانو په بمباری کي د ماشومانو او میرمنو په ګډون ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان شول

نن ټکی آسیا: د خوست ولایت د دومنده امنیه قوماندان حمید الله ویلي چي په هغه بمباریو کي چي تېره ورځ د بهرني ځواکونو له خو پر یوه کور ترسره شولې په کښي ۱۳ تنه ملکي وګړي د یوې کورنۍ شهیدان شول.

هغه وویل چي په وژل شویو کسانو کي ۴ کوچنۍ انجوني، ۴ کوچني هلکان، ۲ مېرمني، او ۳ نارینه شامل دي.

حمید الله زیاته کړه چي تر اوسه ددغي کورنۍ یوه ماشومه انجلۍ ورکه ده، چي غالب ګمان کیږي هغه به هم په بمبار کي وژلي شوې وي، او مړی به يي تر خاورو لاندي وي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ د ایساف رسنیز مرکز ویلي وو، چي دوی دلته د طالبانو په ضد عملیات کړي، او په کښي يې ۴ تنه طالبان ووژل او نور هیڅ زیان نه دی رسیدلی، مګر نن يي منلي چي د طالبانو سربیره ماشومان او میرمني هم وژل شوي دي، ځکه چي هغوی د طالبانو کورنۍ وي.

ایساف وویل چي په بمبار کي ۴ تنه طالبان د یو شمېر د کورنۍ د غړو سره ووژل شول.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ د همدې پيښي په ارتباط د خوست امنیه قوماندان ویلي وو، چي د ایساف په بمباریو کي ۴ تنه طالبان او ۷ تنه ملکي وګړي ووژل شوه، خو دا معلومه سول چي وژل شوي کسان ټوله ملکي کسان دي، او د یوې کورنۍ غړي دي.

طالبانو هم ویلي چي وژل شوي کسان طالبان نه دي، او د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنو ته رسیږي.

کرزي چي د هلمند د نوزاد ولسوالۍ پر بمباریو يې سخته غوسه څرګنده کړې وه، او ګواښ يې کړی وو، چي که بهرني ځواکونو بیا داسي وکړه، نو دوی به ورته د یرغلګرو په سترګه وګوري، خو تر اوسه د حکومت له خوا ددي پيښي په اړه هیڅ نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x