دیني، سیرت او تاریخ

مرتد څوک او څه حکم يې دی؟ (۳)

لیکوال: عبد الغفار جُبیر

د مرتد حکم په احاديثو کي

د مرتد په هکله تر۳۰ اضافه احادیث راغلی دی خو دلته به په یو څو احادیثو مبارکو باندی کفایت کوم.

۱: …… من بدل دينه فاقتلوه. (بخاری، ابوداؤد، دار قطنی عن ابن عباس رضی الله عنه)

ژباړه: که چا خپل دین اسلام بدل کړ هغه ووژنی.

۲: حضرت ابو موسی رضی الله عنه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوری د یمن والی ؤ کله چې یو ځل حضرت معاذ و یمن ته ورسیدی نو وده ته یی مرتد قیدی راوستی نو معاذ رضی الله عنه ور ته وفرمایل:

لا اجلس حتی يقتل قضاء الله ورسوله ثلاث مرات فامر به فقتل

(بخاری، مسلم، ابوداؤد واحمد)

زه ترهغه وخته پوری نه کښینم تر څو چې هغه نه وی وژل شوی دا د الله او د رسول حکم دی دري ځلی یی دا تکرار کړه تر څو چې هغه یی وواژه.

۳: حضرت علی کرم الله وجهه فرمایی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دیوې داسی ټولۍ په هکله وفرمایل:

اينما لقيتموهم فاقتلوهم فان فی قتلهم اجر لمن قتلهم يوم القيامه .
(بخاری، مسلم وغیرهما)

ژباړه: دوی چې مو هر ځای ولیدل قتل یی کړی دا په دې خاطر چې ددوی په وژلوکي اجراوثواب دی.

۴: کله چې دعرنیه قبیلې څه خلک مرتدشول نوپخپله انحضرت صلی الله علیه وسلم هغه ووژل چې کيسه یی په تفصیل سره په بخاری اونورکتابونوکي شتون لري.

۵: دحضرت عبدالله ابن مسعودڅخه روایت دی چې ونبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دمسلمان وژل هیڅکله رواه نه دی مګرپه دریوحالتونوکي دنفس دوژلوپه بدل کي، هغه څوک چې واده یی کړی وی اوزناوکړی، اوهغه څوک چې داسلام دین اود مسلمانانو ټولۍ پریږدی.
(بخاری ومسلم)

۶: هغه څوک چې خپل دین اسلام بدل کړی هغه قتل کړی.
(بخاری، مسلم عن زیدبن ارقم)

۷: هغه څوک چې اسلام پریږدی اوکفرته ولاړشی دهغه وینه حلاله ده.
(رواه ابوداؤدعن جریر)

۸: هغه څوک چې دقرآن دیوه ایات څخه انکار وکړی دهغه غاړه وهل حلاله ده.
(ابن ماجه عن ابن عباس رضی الله عنه)

او داسی نور…

نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسو ورور عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x