نظــر

وایی چی خوب کوی نو میښه به دی نر کټی زیږوی

لیکوال: نصیراحمد زاخیل

دتیرو څو لسیزو راپدیخوا په تیره بیا دمعاصري نړۍ او دافغانستان دمعاصرتاریخ په ورستیو ۱۴ کلونو کې نړۍ او سمیزیزو هیوادونو دافغانستان په پاکه خاوره د ناوړه لوبو او ازموینو لاندی وه او لا هم دا لړئ روانه ده .

په دتیره یوه نیمه لسیزه کې دنړۍ .سیمي او ګاونډیانو استخباراتی کړیو اوپه داخل کې دهغوی فرصت طلبه ،خودخواه او جابرو لاسپوڅو په ملاتړ دا هیواد دمختلفو ناورینونو سره لاس او ګریوان کړۍ دی.

لیکوال: نصیر احمد زاخېل
لیکوال: نصیر احمد زاخېل

دنړۍ سیمي په تیره بیا دګاونډیو هیوادونو په مختلفو وسیلو او نرینګونو په کار اچولو سره وکولای شول چي خپل شوم اهداف په دي مقدسه او ستراتیژیکه نقطه کې پلی کړی .

داچې افغانستان په حساسه او ستراتیژیکه جغرافیه کې واقع دی نو ځکه دنړي او سیمې هیوادونو لخوا دپیړیو راهیسې دګواښ او ییرغل لاندي راغلېچې هر ځل دي غیور ملت دنړۍ سترو قدرتونو ته ماتې ورکړي ده .

دپخوانیو ماتي خوړلو څخه وروسته دعداوت له مخي نوموړو هیوادونو ددي خاوري دلاندي کولو لپاره دنوو ابزارو ،تکتیکونو او میتودونو څخه په کار اخستلو سره خپل اهداف په پوره پیمانه دداخلي مغرضینو په مستقمه همکاري تر لاسه کړی ده .

دښمن په دی پوهیدلي دی چی په دی میړڼي ،باعزمه او غیرتي ملت سره په میدان کي جنګیدل حماقت دی نو ځکه یی نورو لارو څخه ددی ملت زوال او لاندی کولو ته ملا وتړله .

هماغه وه چی دداخلي خود فروش او وطن فروش افرادو په همکاری یی په ژبني ،سمییز ،مذهبي او نور ډول ډول تعصباتو ته په لمن وهلو سره ملی فرهنګ ،ملی نوامیس ،ملی ترمینالوژی او ملي مصطلحات ،دلمنځه وړلو او ملت په خپل منځ کې ښکیل کولو ته تیار کړل .

په هیواد کې میشت دمختلفو ژبو ویونکي چی کلونه کلونه یی یو ځای سره ژوند کړی یو دبل په درد او غم کې شریک او یو دبل په ژبه یی افهما او تفیم  سره کولو دژبنی تعصب په لومو کې ښکیل او یو یي دبل دښمنان وګرځول .

په هیواد کي موجود مذاهب چی دکلونو راهیسی یی په کډه ملي مسائیلو اسلام پالنه او هیواد پالنه خپل فرض ګڼله دمذهبي تاو تریخولي ته اماده کړل .

په همدی ډول په هیواد کې میشت قومونه چی دپیړو پیړو راهيسی یو دبل سره ګډ ژوند درلود او په ملی داخلياو حتا فامیلی ښیګنو او ستونزو کيسره اوږه په اوږه ولاړ او دبیروني ښکیلاک په وړاندی یی په ګډه مبارزه او یو دبل څخه یی دسره په بدل دفاع کوله دمغرضو نړیوالو او ګاونډیو او دهغوی داخلي ګوډاګیانو دشیطانی اهدافو له کبله دا تاریخي وروولی دخاورو سره خاوری او یو دبل وینو ته تږی کیناستل .

همدارنګه یی دا تاریخي هیواد په شرق اوغرب او شمال او جنوب په نامه په سیمیز او منطقوی تعصباتو او بد بینیو کې لاهو کړ.

مغرضین ارام نشول بلکه ددی هیواد تاریخي او ملی کلتور  یی هم تر برید لاندی ونیو .

په هیواد کي یی دبهرنیو لپاره ورځپاڼي ،تلویزیونونه ،ویب پاڼي او نور وسایلو دلارې بد اخلاقیو ،بی حجابی اونور فجیع اعمال دود کړل  هر مغرض هیواد په دی خاوره کې ځانګري تلویزیون ،ورځپاڼي او ویب پاڼی پرانستلي، ځوان کهول یی دخپل ملی فرهنګ سره نا اشنا او بد اخلاقیو او بی لاری توب یی روږدی کړل.

تلویزیونونو مضخرفه برنامي ،خارجی مصطلحات، لغات، اصطلاحات رامنځته او ملت یی دخپلو داخلی لغاتو،او ملی مصطلاحاتو مخالفت ته تیار کړل په ورځ پاڼو ویب پاڼو او تلویزیوني برنامو کې یی دملي او قومي مشرانو په توهینولو او شخصیت وژنه لاس پوری کړ

بلاخره دکرزی دحکومت په وروستیو کې خبره ملي هویت ته راورسیده خارجی استخباراتی کړیو وکولای شول چي په مقننه او نورو قواو کې داخلي وطن فروش او خائینو کړیو پرمټ تاریخي او افغاني هویت زموږ څخه سلب او په الکترونیکي تذکرو کي دملیت (نیشنیلټی ) چی ټوله نړۍ کې وجود لری موږ یی دهغه څخه محروم او په تذکرو کې یی دهویت دنه لیکلو قانون تصویب کړ.

رئیس جمهور کرزي دخپل۱۳ کلن  نرم سیاست ، او کمزوی حکومت کولو سره سره په دی مسئله کي جدی او دا قانون یی دخپل حکومت تر پایه توشیح نکړ.او ورستي حکومت ته یی دا کشاله پریښوده .

باید یادونه وکړو چی دهویت د لمنځه وړلو وخت کي ځینو دګوتو په شمار ملت پرورو او وطنپالو خپل غږ اوچت کړ خو اکثریت افغانان ملی ګوندونه ، مدنی ټولنی قومونه او قومی مشران بیا هم ویده وه .

نوی حکومت دهویت مسئلي ته اهمیت ورنکړ او دحکومت په لومړیو کې یی بی هویته قانون تصویب کړ.

یو شمیر وطن پال او ملت پال افرادو اعتراضونه وکړل او وعده ورسره وشوه چی قانون او الکترونیکي پیژند پاڼو کې به هویت ذکر شی او نوموړی ماده به تعدیل شی  چی ملت لا هم ددی مادی تعدیل ته سترګیې په لار دی .

نوی حکومت  لپاره ملت قربانی ورکړه دانتخاباتو په جریان کي سره دهر راز ننګونو یي دخپل زعیم ټاکلو ته و دانګل ووهل شول، ګوتي یی پری شوی تور سري یی دکور څخه ووتلي خو په پایله کې ددی ملت دا بی ساری قرباني هسی بابیزه او چا هیڅ نوعه اهمیت ورنکړ داړو چوکي پرستو کاندیدانو ( عبدالله او غنی ) خپلو اهدافو او چوکیو ته په رسیدلو سره نور نو دمعصومو ماشومانو وژل کیدل ،ددهقانانو دګوتو پری کیدل اونورو قربانیو دوی ته کوم  اهمیت نه درلود ځکه دوی خپل مرام ته ورسیدل او هغه څّه چی غوښتل یی هغه یی تر لاسه کړل .

دډیرو ناخوالو او اوږده ځنډ څخه وروسته  یی دملی وحدت تر شعار لاندی نوی سهامی حکومت دپردیو په اشاره جوړ شو.

وروسته دکابیني جوړولو مرحله راورسیده  نو دنړي ،سیمي او ګاونډیانو لخوا په دواړو رئیس جمهور او رئیس اجرائیه فشارونه وارد شول تر څو دهر هیواد ځانګړی کاندید کابینی ته وړاندی شی هماغه وه چی دانتخاباتو دپایلو په څیر کابینه هم دزیات ځنډ وروسته دپردیو لخوا معرفی شوی افرادو  دافغانستان کابینی ته ومنل شول دایران، ترکيی ، امریکا، انګلستان، کاناډا او نورو هیوادونو استازی درائیو اخستلو لپاره پارلمان ته معرفی شو.

سره ددی ټولو ناخوالو په هیواد ک میشت تاریخی او ملی ګوندونه ، سیاسی او مدنی جریانونه ، قومی شوراګاني ، ملی شخصیتونه ټول په خواږه خوب ویده او غږ نه باسی چی په هیواد یی څه او ولی روان دی؟

لري نه دی چی پارلمان هم د استخباراتي کړیو او دهغوی د اجنټانو په ملاتړ ښو ګرمو رائیو د وزارت چوکیو ته ورسوی او ملت ،سیاسی ګوندونه ، قومی شوراګانی ، مدنی ټولڼي چی کله را ویښ شول نو بیا به پوه شی او وبه ګوری چی میښی یی نر کټی زیږولی دی خو وخت به تیر او بیدون افسوس کولو څخه به بله لاره ونه لری .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x