
ولسي جرګه نن د نوماند وزیرانو د اسنادو څېړنه پیلوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان ولسي جرګه د کابینې په نوي نوملړ کې د نوماندو وزیرانو د اسنادو څېړنه نن پیلوي.
له نږدې څلور میاشتي ځنډ وروسته د روانې میاشتې په دوه ویشتمه د ګډ حکومت له لوري د کابینې نوملړ خپور شو، چې ټاکل شوې وه د دې میاشتې په اوه ویشتمه – پرون شنبه ـ ولسي جرګې ته معرفي شي، خو ولسي جرګې خپله پرونۍ ناسته د ګډ حکومت له مشر سره ملاقات ته ځانګړې کړه.
پرون په ولسي جرګه کې د میدان وردګو د خلکو استازی غلام حسن ناصري وویل چې د دوی ناسته وځنډول شوه، او د ګډ حکومت مشر د جرګې له اداري پلاوي سره ګوري.
د نوموړي په خبره د دې لیدنې لپاره د دوی غونډه وځنډول شوه خو وايي چې د غونډې په اجنډا خبر نه دی، مګر پر دې باور دی چې د ګډ حکومت دواړه مشران به پر اداري پلاوي د دوه تابعیته وزیرانو د منلو فشار وکاروي.
ولسي جرګې د کابینې تر اعلان پوره یوه میاشت وړاندې د لېندۍ پر دوه ویشتمه وویل چې دوی به دوه تابعیته وزیرانو ته د باور رایې ورنه کړي.
د اساسي قانون د ۷۲مې مادې له مخې ولسي جرګه دا حق لري چې د وزارت لپاره دوه تابعیته لرونکی نوماند وزیر یا رد یا هم ومني.
د یادې سرچینې له قوله د اعلان شويو نوماند وزیرانو په نوملړ کې له شپږو تر نهو داسې وزیران شته چې دوه تابعیته لري.
پر دې سربېره د کابینې له اعلان سره جوخت د مشرانو جرګې غړو وویل چې اعلان شوې کابینه بشپړه مسلکي کابینه نه ده.
تېره ورځ رسنیو راپور ورکړل چې د اشرف غني له لوري کرنې وزارت ته ور پېژندل شوی وزیر د انټرپول پولیسو په تور لیست کې دی.
د اشرف غني له خوا د اوبو لګولو او کرني وزارت ته نوماند حسن یعقوب حیدري په اروپایي هیواد اسټونیا کې د هغه ځای حکومت ته د مالیې د نه ورکولو، اختلاس او نور مالي فساد په جرم مطلوب دی.
د مالي فساد په جرم باندي دغه نوموتی مجرم د ولسمشر اشرف غني د هغې کابینې حصه دی چې تر سلو زیاتې ورځې په دې بهانه وځنډول شوه چې اشرف غني په مسلکي او له فساده خالي وزیرانو پسې ګرځي.
د شنونکو په نظر هغه کس چې باید اشرف غني د عدالت په موخه نړیوالو پولیسو ته سپارلی وای، هغه یې وزارت ته نوماند کړ.
د کابینې پر اعلان شوې نو ملړ مدني فعالانو، سیاسي کارپوهانو او د نظر خاوندانو هم د هوکړې سرونه نه دي ښورولي.
پر دې سربېره د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او په ټاکنیزو ناندریو کې له سیاف وروسته د عبدالله عبدالله پلوی اسماعیل خان هم خپور شوی نوملړ مناسب نه بولي.
اسماعیل خان چې د هېواد په لوېدیځ حوزه کې متنفذ مشر ګڼل کېږي، د نوې کابینې له تشکیل څخه راضي نه دی. اسماعیل خان هم د ډېرو په څېر ګډ حکومت د «ملي یووالي» حکومت نه بولي.
اسماعیل خان وايي: «په اوسني نظام او په کابینه کې د مجاهدینو نه شتون موږ ته د اندېښنې وړ دی». په لوېدیځ حوزه کې د جمعیت اسلامي دغه مشر خپله اندېښنه ځکه جدي بولي چې امنیتي پوسټونه «چپیانو» ته ورکړل شوي دي: «زموږ اندېښنه ځکه ډېره جدي ده چې په امنیتي څوکۍ چپیانو ته ورکړل شوي دي».
تر اوسه څرګنده نه ده، چې ولسي جرګه به د خلکو د هېلو غږ ته څومره غوږ ونیسي، خو د نوماند وزیرانو د اسنادو د څېړلو او باور رايي ورکولو په پلمه يې خپله ژمنۍ رخصتي هم ځنډولې ده.
ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې یوه نیمه میاشت ژمنۍ رخصتي به د سلواغې په لومړۍ پیل شي، خو تر نا معلومې نېټې پورې وځنډول شوه.
ولسي جرګه په داسې حال کې د نوماند وزیرانو اسناد څېړي او ژمنۍ رخصتي ورته ځنډوي، چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي پخپلو څرګندونو کې ګډ حکومت بشپړ ناقانونه او د امریکايي سفارت تولید شوې اداره ګڼله.