افغانستان

روزګان: په چوره ولسوالۍ کې ۵ اربکیان وژل شوی دي

arbakianنن ټکی آسیا: تیره ورځ د روزګان ولایت د چورې په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو پر موټر ماین وچاودید، چي له کبله يې ۶ تنه سیمه ایز پولیس (اربکی) مړه او یو ملکي وګړی ووژل شو.

د روزګان ولایت څخه امنیتي چارواکو د پيښي په تصدیق سره ویلي چي پيښه په دقیقه توګه د یادي ولسوالۍ د سپره په سیمه کي رامنځته سوله، کله چي د سیمه ایزو پولیسو موټر د سیمي څخه د تیریدو په حال کي وو، چي چاودنه پر وشوله،

او د ۶ اربکیو په ګډون ۱ تن ملکي هم ووژل شو.

هغو زیاته کړې چي په چاودنه کي د اربکیانو موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی.

د سیمی اوسیدونکي وايي چي په چاودنه کي د وژل شو کسانو څخه د دوو تنو مړي وموندل شو، نور ټوله ټوټي ټوټې شوې، او د پيژندلو څخه وتلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x