افغانستان

هلمند کې پر پولیسو سرتېری برید وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): څو شیبې وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د محافظت عامه پولیسو پر کتار سرتېری برید وشو.

د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند فرید احمد عبید د پېښې د پخلي ترڅنګ وویل، چې دا برید نن له غرمې وروسته د دوه نیمو بجو شاوخوا د لښکرګاه ښار د دو راهۍ په سیمه کې شوی دی.

نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نلرل، خو ویې منله، چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عین حال کې د پېښې په ځای کې عیني شاهدانو وویل، چې د برید پر مهال د پېښې په ځای کې هېڅ ملکي کس ته زیان نه دی اوښتی او یوازې پکې څلور پولیس ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ نور ټپيان یې لیدلي، چې په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي دي .

طالبانو د مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې دا برید د عامه نظم د پولیسو پر هغه موټریز کاروان ترسره شو، چې سنګین ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره روان و.

د ښاغلي احمدي په خبره دا برید د دوی یو تن سرتېري قدرت الله کندهاري تر سره کړی، چې په پایله کې يې شاوخوا ۳۰ پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته او دوه شوبلې او څلور رینجر هم ویجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x