هرات کې د تښتول شویو ډاکټرانو د موندنې هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تښتول شویو ډاکټرانو او د هغوی د موټروان د موندلو هڅې روانې دي.

تېره ورځ د هرات ولایت د زنده جان ـ غوریان په لویه لاره دوه تنه ډاکټران، دوه تنه مرستیال ډاکټران او د هغوی موټروان د ناپېژاندو کسانو له لوري تښتول شوي دي چې لا يې هم درک معلوم نه دی.

د هرات د امنیه قومنداني ویاند عبدالروف احمدي وايي چې پېښه تېره شپه شوې ده او په خبره يې دوی يې لا هم د موندلو په هڅه کې دي.

د هرات د عامې روغتیا د ریاست مشر ډاکټر محمد اصف کبیر وايي چې دې ډاکټرانو د «ډې، بې، ان» په نوم له يوې مؤسسې سره دندې ترسره کولې، چې تېره ورځ هم د خپلو کارونو په موخه، زنده جان ولسوالي ته روان وو.

دا په داسې حال کې دی چې د هرات په ګاونډ غور ولایت کې هم تېره ورځ نا پېژاندو کسانو د دې ولایت د ساغر ولسوالي د سواد زده کړې مدیر وواژه.

یاده دې وي په دې وروستیو کې په هرات کې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د