fbpx

مسکو: پیشو د یو ماشوم ژوند وژغوره

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): روسیه هم د هغو هیوادونو له جملې څخه دی کوم کې چې ژوي سربیره پر دې چې کورونو کې ساتل کیږي خلک زیاته مینه هم ورسره لري.

کله نا کله دغه ساتل شوي حیوانات خپل د مالک سخاوت په وړاندې له حد زیات وفاداري ښيي. تیره ورځ یو پیشو په سړه هوا کې ماشوم خپل غیږ کې ونیو چې له دې سره يي نه یوازې د ماشوم ژوند وژغوره بلکه د انسانانو سره يي د بې کچې مینې ثبوت هم وړاندې کړ.

د روسيي ډیرې سیمې په دې ورځو کې ډیره سړه هوا لري او په واورو کې پټه ده. د روسيي اوبننسک ښار کې سخت زړه مور او پلار خپل درې میاشتنۍ ماشوم په یوه بې کاره قوتی کې واچوله او په خالي کور کې يي پریښود.

له سه وخت تیریدو سره ماشوم په ژړا پیل کړ او په لاره تیریدونکی پیشو د دغې ماشوم اواز واورید او ماشوم يي د مور په څیر خپل غیږ کې ونیو تر څو ماشوم له یخې هوا وژغوري.

ماشوم د پیشو په غیږ کې له ګرمیدو سره ویده شو. پیشو د ماشوم مور او پلار خبرولو لپاره په اوچت اواز په چیغو پیل وکړ. یوې ښځه چې ګومان کړی و دغه پیشو یخ وهلی او باید کور ته يي دننه کړي باندې ووته او له دې پیښې سره مخه شوه.

ښځې وویل:« کله چې زه پیشو ته نږدې شوم نو په قوتی کې مې پروت ماشوم ولید چې ماشوم له لیدو سره مې ژر پولیسو ته زنګ ووهله او پولیسو ماشوم روغتون ته انتقال کړ.»

دغې ښځې وویل چې له ماشوم سره په قوتی کې زیاته اندازه شیدې او پمپر ځای پر ځای شوي وو چې له دې څخه دا څرګندیږي چې مور او پلار دغه ماشوم په خپل خوښه دغه قوتی کې اچولی او ترې تللي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د