افغانستان

په پروان کي د بهرنیانو هلیکوپتر الوتکه را غورځېدلې

copter_afgنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په پروان ولایت کې د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه را ولوېده.

په کابل کي د بهرني ځواکونو د رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي نن د پروان ولایت په یو اړونده سیمه کې د ایساف یوه هلیکوپتر الوتکه وغورځیدله.

د خبرباڼي پر اساس په هلیکوپتر کي سپرو کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې، او نه د پيښي اصلي علت مالوم سوی دی.

د یادوني وړ ده چي وړمه ورځ هم په دغه ولایت کي د بهرنیانو د یو قراردادي شرکت یوه بار وړونکي الوتکه لویدلې وه، چي د رسمي سرچینو په قول په کښي ۸ تنه بهرنیان وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x