نړۍ

سوډان: د فرانسې سفیر له غونډې وشړل شو

(یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): په سوډان کې د ژورنالیستانو د روزنې موسسې (طیبه پریس) د فرانسې سفیر په یوې غونډې کې ګډون ته پرېنښود او ویې وشاړه.

غونډه د فرانسوۍ ګستاخې مجلې «چارلي ایبدو» د غندنې په مناسبت جوړه شوې وه، چې په خرطوم کې د فرانسې سفیر «برونو اوپیر» هم په دې تمه چې ګوندې د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي ورغلی و.

خو د موسسې چارواکو نوموړي ته اجازه ورنه کړه چې په غونډه کې ګډون وکړي. دغې موسسې د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د فرانسوۍ ګستاخې مجلې په وړاندې يې دریځ د عامو مسلمانانو له دریځ څخه هیڅ توبير نه لري.

په اعلامیه کې راغلي چې د چارلي ایبدو نشریاتو ته د بیان ازادي نه ویل کیږي، بلکې دغسې کړنې د مسلمانانو د احساساتو ځپل دي.

له بلې خوا د سوډان د ښوونې او روزنې وزارت اعلان کړی چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د توهین په غبرګون کې به سبا د دوشنبې په ورځ په ټولو ښوونځيو کې یو درسي ساعت «نبوي سیرت» ته ځانګړی کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د سوډان په ډیرو مساجدو کې دیني علماوو په یوه خوله د جمعې په خطبو کې له چارواکو غوښتنه وکړه چې د فرانسې سفیر له دې هیواده وشړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

ای کاش چه زمونر ددی دوه سری حکومتی چارواکو هم دسودان دغیرتی حکومت ححه دا عمل کاپی کری وای

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x