افغانستان

جنرال مراد: هیواد دوستمي ملیشو ته اړتیا نلري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغان پوځ د ځمکني ځواک مشر جنرال مراد علي مراد د ولسمشر د لومړي مرستیال له لورې د طالبانو پر ضد د پخوانیو ملیشو بیا فعالول وغندل او دا اقدام یې د هیواد په زیان وباله .

د افغانستان د ځمکنیو قواوو مشر جنرال مراد علي مراد په دې وروستیو کې شمال ته د سفر پر مهال وویل، چې د طالبانو د مقابلې لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم طرحه، چې په ترڅ کې به یې ۲۰زره پخوانۍ او نوې ملیشې ګمارل کېږي، بې ځایه او د نه منلو وبلله.

رشید دوستم، چې د هیواد په کچه ملیشې جوړولو کې بې ساری ګڼل کېږي،څه موده وړاندې په شمال کې اعلان وکړ، چې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د طالبانو د ځپلو لپاره به یو نوی ۲۰ زرکسیز تشکیل را منځته کوي.

د دوستم په باور ، د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په سلا مشوره به د شمال یو شمېر ناامنه ولایتونه د مخالفینو له ولکې باسي.

جنرال مراد اشرف غني او هغه لومړي مرستیال ته په خطاب کې وویل، چې افغانانو ته د ملیشو تور تاریخ په مخکې دی، هېڅکله به د امنیتي ځواکونو له تشکیلاتو د بېل تشکیل منلو ته غاړه کښېنږدي.

نوموړي د خپلو ځواکونو د توانمندي په اړه وویل، چې دوی د دفاع او مقابلې لپاره کافي ځواکونه لرو، هیواد د نورو ملیشو او ځواکونو جوړولو ته اړتیا نلري.

د افغانستان د ځمکني ځواک مشر همداراز په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې د زیږیدو او فعالیت ګنګوسې هم په کلکه رد کړې، خو د منځنۍ اسیا هیوادونو ته یې خبرداری ورکړ، چې د داعش لپاره دې چمتووالی ونیسي.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی، چې د دولت دننه ولسمشر د لومړي مرستیال له لورې د نویو ملیشو د را منځته کولو سره  د په دومره لویه کچه مخالفت کېږي.

د ډېری افغانانو په اند، دوستمی ملیشې چې په تېر کې هم د افغانستان هېڅ درد ته دوا شوې نه دي، بیا به هم د افغانانو د ډله یېزو وژنو، وحشتونو، ناموس لوټنې او بشري فاجعو پرته بله لاسته راوړنه ونلري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x