افغانستان

خوست: د بهرنيانو په بمباریو کي زیات شمېر ملکي کسان شهیدان کړه شوه

boy_killed_by_nato_airstrike_helmandنن ټکی آسیا: د خوست ولایت څخه امنیتي چارواکو ویلي چي نن ددې ولایت دومنده په ولسوالۍ کې د بهرني ځواکونو په بمبار کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شوه، چي د هغو څخه ۷ تنه ښځي او کوچنیان دي.

د خوست ولایت امنیه قوماندان ویلي چي پيښه په دقیقه توګه د دومنده ولسوالۍ د کمال خیل په کلي کي را منځته شوه، کله چي د بهرنیو ځواکونو الوتکو په سیمه کې ۴ تنه طالبانو تر برید لاندي را وستل، چي له امله يې ددغو څلورو تنو طالبانو په ګډون ۷ نور ملکي

وګړي چي ټوله يې ښځي او ماشومان دي ووژل شول.

د سیمي اوسیدونکو ویلي چي د مړو شمېر تر ۱۳ اوښتی، خو لا په نورو مړو په سي پلټنه روانه ده، ځکه ګمان کیږي چي تر خاورو لاندي دي نور مړي هم ښخ وي، چي د را ایستلو هیڅي يې پيل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو په دغه پيښه کې تر اوسه د ۴ تنو مخالفینو د وژلو خبر ورکړی، او د نورو تلفاتو په اړه يې نا خبري ښودلې ده.

په یوه بل ورته خبر کي ویل کیږي چي د هیواد په شمال کې هم نن د بهرنیانو الوتکو پر موټر سایکل سپاره دوه کسان په نښه کړه، چي دواړه يې ځای پر ځای ووژل شوه، تر اوسه د هغوی په اړه معلومات نه دي څرګند شوې، چي د طالبانو سره به يې کومه اړیکه در لودله کنه، خو ویل کیږي چي دغه دواړه تنه بې وسلې وه.

د یادوني وړ ده چي څه موده مخکي په هلمند کي هم ورتي پيښي د افغان ولس او ولس مشر له خوا د بهرنیانو په ضد سخت نفرت را پارولی وو، چي بیا بهرني ځواکونو پر هغي پيښي بخښنه غوښتې وه، خو افغان ولس مشر حامد کرزي ګواښ کړی وو، چي که ناټو داسي غلطی بیا تکرار کړي نو د افغانانو له خوا به هغوی ته د یرغلګر په سترګه وکتل سي، او افغانان پوهیږي چي د خپل هیواد یرغلګرو سره څرنګه معامله وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x