ورزش

کرکټ: ډي ویلیرز د چټکې نیمه سلیزې او سلیزې ریکاډونه مات کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا لوبډل مشر ډي ویلیرز توپ وهنې ټوله نړۍ حیرانه کړه. دغه لوبه کې ډي ویلیرز د چټکې نیمه سلیزې او سلیزې نوي ریکاډونه جوړ کړ.

د ویسټ انډیز په خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې ډي ویلیرز په ۳۱ توپونو د ۹ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته سلیزه ووهله. نوموړی دغه لوبه کې په ۴۴ توپونو ۱۴۹ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې نوموړي یوه لوبه کې تر ټولو زیاتو شپږیزو ریکاډ هم مساوي کړ.

ډي ویلیرز نننۍ لوبه کې د تاریخ چټکې نیمه سلیزې ریکاډ هم مات کړ. نوموړي یوازې په ۱۶ توپونو د ۵ شپږیزو او ۳ څلوزیزو په مرسته نیمه سلیزه ووهله.

نننۍ لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې نه هیریدونکی توپ وهنه وکړه. دغه لوبه کې سویلي افریقا لوبډلې د لوبې پیلونکي لوبغاړي ۲۴۷ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې یوازې ۲ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۳۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي ۴۴۰ منډو هدف وټاکه.

سویلي افریقا لپاره روسوو ۱۲۸ او ډي ویلیرز ۱۴۹ منډې جوړې کړې. هاشم امله ۱۵۳ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x