ورزش

استرالیا د هندوستان لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان او استرالیا لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه. دغه لوبه کې د هندوستان لوبډلې په ۴ ویکټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د هندوستان لوبډل مشر وګتله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. هندوستان ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۷ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره شرما په ۱۳۹ توپونو ۱۳۸ منډې او راینا په ۶۳ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپار سټارک ۶ ویکټې واخیستې او خپل ۱۰ اورونو کې يي یوازې ۴۳ منډې ورکړې.

استرالیايي لوبډلې ټاکل شوی هدف ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

استرالیا لپاره توپ وهنې په برخه کې فنچ په ۱۲۷ توپونو ۹۶ منډې، سمیت په ۳۹ توپونو ۴۱ منډې او واټسن په ۵۲ توپونو ۴۷ منډې جوړې کړې.

هندوستان لپاره یادف دوه او کمار، محمد شامي، پټېل او اشوین یوه یوه ویکټه واخیسته.

اوسمهال د استرالیا، انګلینډ او هندوستان لوبډلو تر منځ یو ورځنیو لوبو سیالي روانه ده چې له دې مخکې استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x