افغانستان

نورستان: په جګړو کي ۲۳ تنه سرحدي پولیس، ۵ ملکی وګړي وژل شوي دي

taliban_flag_on_bargmatal_baseنن ټکی آسیا: د نورستان والي جمال الدین بدر نن وویل چي په هغه نښتو کې چي د دوشنبې په ورځ پیل شوي او پرون يې هم دوام درلود، په کښي ۲۳ تنه سرحدي پولیس او ۵ تنه ملکي کسان ووژل شوه، او پردې سربیره د سرحدي پولیسو ۷ تنه سرتیري ټپيان شوي هم دي.

هغه ادعا وکړه چي په دغه نښتو کې ۴۰ تنه طالبانو خپل ژند له لاسه ورکړی دی.

د نومړي په وینا تیره شپه ګډو ځواکونو د طالبانو په ضد عملیات پیل کړه، او هغه سیمي چي طالبانو ددې ترمخه لاندي کړې وې، بیرته ونیولي.

هغه ویلي چي په دغو طالبانو کي اکثریت د پاکستاني طالبانو وو، چي د پاکستان څخه د عملیاتو په موخه را اوښتي وه، او په وژل شویو کسانو کي دوی ۱۵ پاکستاني طالبان دي.

د کورنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼي په ترڅ کې ورته خبر ورکړی، او زیاته کړې چي کامدیش ولسوالۍ د مخالفینو څخه پاکه شوې، او ۱۲ تنه سرحدي پولیس مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلې چي په نښتو کي زیات شمېر طالبان مړه شوي دي، خو دقیقه شمېره يې نه ده ښودلې.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د والي او کورنیو چارو د وزارت دغه ادعاوي نا سمي وبللي، او ووې ویل چي کومي سیمي چي دوی د دولت څخه لاندي کړې، هغه اوس هم ددوی په لاس کي دي، او داچي دهغو ۴ پوستو په شاوخوا کې چي دوی اوس هم پرې واک لري، شاوخوا تر ۴۰ هم زیات د امنیتي ځواکونو مړي پراته دي.

هغه وویل چي په جګړو کي ددوی یوازي ۴ تنه طالبان شهیدان او ۶ نور ټپيان شوي دي.

ذبیح الله وویل چي په سیمه کي اوس جګړه نشته او ارامي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x