نظــر

په هېواد کې د اسلامي دولت ظهور يا د جګړې بله مرحله

ليکوال سليمان متوزی

داسې ښکاري چې غربيان زموږ په هېواد کې د جنګ ، جګړو ، بمباريو او ډاکو ، چاپو يو بل نوی جواز ترلاسه کول غواړي . ځکه دادی موږ وينو چې غربي چارواکي او رسنۍ يې ډېر به خوند خوند د داعش کيسې کوي . تر دې چې که د هېواد په کوم ګوټ کې يوه توره جنډه څرګنديږي دوی پنځوس ترې جوړوي ، که يو کس يې پلوي کړې وي سل يې بولي او بيا لس ځايه د داعش او طالبانو تر منځ د شلو دېرشو د وژل کېدو رپوټونه ورکوي . او د کليو پر ځای ولسوالۍ ورته فتح کوي . ښايي په دې توګه د لويديځ په تبليغاتي کمپاين کې زموږ هېواد لپاره اسلامي دولت دومره وځلول شي او د خپلو استخباراتي پټو شبکو له لارې دومره مرستې ورسره وشي چې طالبانو سره د مقابلې متره پکې پيدا او دواړه موازې روان وي . ښايي غربيانو سره اوس دا اندېښنه پيدا شوې وي چې هسې نه طالبان او کابل اداره سره جوړ شي . په دې صورت کې به امريکايان بيا پر چا بمبارۍ کوي او بې پيلوټه الوتکې به يې چېرته او په کومه پلمه الوتنې کوي ؟ او دا ځکه چې امريکاخو په څرګنده ددغه ډول سولې مخالفت ځکه نه شي کولای چې خپله يې طالبانو سره مذاکرات کړي ، په قطر کې يې دفتر ورته منلی او په کابل کې د همدې مقصد لپاره د سولې شورا جوړه کړې . له بلې خوا د کابل چارواکي هم وخت پر وخت طالبانو ته سياسي مخالفين وايي . پاتې شو داعش نو دوی سره خو تر دې وخته د ټولې نړۍ جګړه ده ، مطلق ترورستان يې بولي . چې د دوی په خيال په هيڅ صورت نه سوله ورسره کېدای شي او نه په حکومت او اداره کې ورګډېدای شي . امريکا او ملګري يې دا وخت زموږ په هېواد کې د طالبانو پر ځای د همدغسې يو بديل غوښتونکی دي . دوی به ډېر خوښ وي چې د سپينو جنډو پر ځای تورې وويني او بيا داسې وخت راشي چې امارت او خلافت خپلو کې سره په جګړه او لويديځوال په ډاډه زړه د خپلو ديموکراتيکو ارزښتونو په خدمت او خپراوي لګيا وي . په دې اساس په کابل کې دېره بهرني مشاورين دا وخت مجبور دي خپل افغان ملګري په دې قانع کړي چې که غواړي د تېرو ديارلسو کالو لاس ته راوړنې وساتي نو د اوس لپاره تورو جنډو سره هيڅ غرض ونه لري ، څو طالبانو ته يو بل سر خوږی پيدا شي . بيا به طالبان د حيرانتيا په دوه لارې کې زړه نا زړه ولاړوي چې که مخالفت يې کوې يوه بدنامي او که نه يې کوي بله . داسې هم کېدای شي چې تورو جنډو والا ته له کوم استخباراتي درکه پيسې ور ماتې شي ځکه غربيانو سر له اوسه لار ورته جوړه کړې او لاوختي يې ويلي دي چې په افغانستان کې داعش والا ؤ ته سړي سر د مياشتي پنځه سوه دالره تنخا ټاکل شوې چې پلانی او بستانی يې د ايران په لار له عراقه ورته راوړي . په دې ډول دا هم شونې ده چې په کليوالو اطرافي سيمو کې ځينې خوار غريب خلک يوازې د همدغو پيسو په تمه تورې جنډې اوچتې کړي . په هر صورت که په هېواد کې د اسلامي دولت پلويان دا سهو وکړي نو تاريخي پړه به يې پر غاړه اخيستې وي . موږ بايد دې واقعيت ته متوجه اوسو چې امريکا او ملګري يې زموږ په شان بې وزلو هېوادو کې هم جريانونه جوړولای او هم موجود جريانونه په خپله ګټه څرخولای شي . په دې اساس دا وخت طالبان هم زښته ډېر مسؤليت لري څو په دغه تاريخي پړاو کې خپلې ذمه وارۍ ترسره او خپل مسلمان ملت د دښمنانو له هغو دسيسو ، شيطاني لومو او خطرناکو پلانونو خوندي وساتي چې پايله يې سراسر هلاکت ، تبايي او بدمرغي ده . لنډه دا چې طالبان او د اسلامي تحريک ګردسره خواخوږي بايد د اوس لپاره په هېواد کې د اسلامي دولت د ظهور او خپرېدو په مخنيوي کې له پوره هوښيارۍ او احتياطه کار واخلي . په دې هکله موږ هم څو وړانديزونه لرو چې لاندې يې په لنډه توګه يادښت کوو :
۱ــ طالبان دې په هېواد کې له موجودو نورو اسلامي تنظيمونو ، حلقو او مهمو شخصياتو سره په دې هکله ګډ مجلسونه او مشورې وکړي څو په هېواد کې ګردې اسلامي ډلې په دې هکله يو مشترک دريخ اعلان او د بلې ډلې جوړېدلو زيانونه هېوادوالو ته په ګوته کړي .
۲ــ ديني علماء او مفتيان دې وپوښتل شي او په دې هکله دې نظر او فتوی ترې وغوښتل شي چې په دغسې حالاتو کې د داعش راتګ زموږ د هېواد مسلمانو پرګنو ته څومره زيانونه لري .
۳ــ د امکان تر بريده بايد اسلامی امارت خپل مجاهدين په هېواد کې د اسلامي دولت له ملګرتيا منع او پر زيانونو يې خبر کړي . او هغه کسان چې تورې جنډې پورته کوي بايد د نورو مشرانو او عامو مجاهدينو له خوا تر فشار لاندې راوستل شي .
۴ــ که ممکنه وي بايد د اسلامي دولت مشرانو ته دا پيغام ورکړی شي چې تر څو په يو هېواد کې څه جهادي نظم موجود وي نو لږ تر لږه د اوس لپاره بايد اسلامي دولت د مصلحت له مخې پر هغوی څه غرض ونه کړي . تر دې چې کله د هغوی د واکمنۍ سيمه عملاً افغانستان سره ونښلي بيا نو په دې کې هيڅ بدی نشته چې د افغانستان مسلمان ملت هم نوموړی ستر اسلامي خلافت سره خپله ملګرتيا اعلان کړي . خو دا بايد ومنو چې دا مهال زموږ په سيمه کې د اسلامي دولت ظهور ددې ځای مسلمانانو ته د ګټې پر ځای ډېر زيانونه او بدمرغۍ راوستلای شي . نو په کار ده چې د اسلامي امت هر خواخوږی په تېره بيا د افغانستان او ډيورنډ کرښې پورې غاړه اوسېدونکي مسلمان وګړي په دې هکله پوره احتياط نه کار واخلي . تر څو خدای دې نه کړي مسلمان امت او خلافت ته د ګټې پر ځای نور مشکلات ور زيات نه شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مهاجر فراهی

رشتیا هم له همدا اوس په اولس کی زیات تشویش لیدل کیژی کله چی دااوازی اوری
چی گنی دلته بله دله غواری چی فعالیت پیل کری موژهم داسلامی امارت له مسولینو
نه جدا تقاضا لرو چی دی ستونزی ته جدی پاملرنه وکری

غوربندي

سلامونه او احترام اسلامي دولت ستر ستر چیلنجونه په مخ کې پراته لري خداوند متعال دې ورته ټول واړه واړه او محوه کړي اسلامي امارت یا په مجموع کې طالبان د اسلامي دولت په وړاندې کله هم د خنډ یا چیلنج حیثیت نشي لرلای مګر دا چې د اسلامي دولت ماهیت و هویت و اهداف په سیمه کې خدانخواسته له اسلام پرته بل څه وي. په پورته لیکنه کې تر ټولو اسانه لار داده چې د اسلامي دولت له خوا په افغانستان کې خپلو خوشبینانو ته اعلان وشي چې که مونږ سره یو ځای کېدل غواړی نو له اسلامي امارت… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

اوبه ګورو کیدای شی دوی جغرافیه لاس ته راوړی – په انفجاراتو او مارکیټونو کی د بی امنی نه څه شی نه جوړیږی –

او یا دا چی دا دله باید تشخیص شی او هغوی یا د هغوی سره باید یو ځای فعالیت وشی ( ځکه د یو لاس څخه ټک نه خیژی)

jan

Tola di khodi tabha ki da amricayano ghulaman di aow islam tabah kawi

الحاج استاذ بیانزی

هر عمل عکس العمل لری : یا په بل عبارت وایی ( ته می پلار مه وژنه چه زه دی زوی نه وژنم ) په دی معنی چه نړیوال استعمار څومره مسلمانان وژنی هغومره به د مسلمانانو شدت او حتی افراطیت رامنځته کیږی اولینو متجاوزینو ته افراطیون ویلی شی دومین چه د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی څخه دفاع کوی افراطیون نه دی په هر صورت : د افغانستان داعش په هکله زما نظر دادی : له القاعدی وروسته د داعش رامنځته کیدل ، مسلمانانو او نورو نړیوالو ته ډيری پوښتنی ایجاد شوی ، چا ویل چه(د امریکا له… نور لوستل »

حماد ابوبکر

دمحترم لیکوال څلورم وړاندیز د زړه پوری او جهادی مصلحت ته نیژدی بریښی ، او مجاهدین او مصلحین باید د مختلفو اسلامی جهادی تنظیمونو دلیکو دتنظیم او توحید په لیار کی همدا وړاندیز اجنډا وګرځوی ، طالبان باید پام کی ولری چی امریکایان دخپلومصالحو اوکټو په لیار کی هیڅ نوع اصولو او مبادیو ته ژمن ندی ، که طالبان هومره هم دالقاعده یا دولت اسلامی څخه خپل براءت او بیزاری اعلان کړی بیا به هم دوۍ دامریکا ټارګت او نظامی هدف وی ، په سوریه کی جبهة النصرة ته داسلامی دولت سره دښمنۍ او حتا امریکا جوړ سیکولر جیش الحر… نور لوستل »

عباس

که په منڅنی ختیځ کی د اسلامی دولت کړنو ته نظر وکړو تر اوسه یی امریکا او د هغوی غلامانو ته ملا ماتونکی ځواب ورکړی او د هغوی لپاره یی داسی تګلاره غوره کړی چی باید دوی ونه بښل شی او د اسلامی امت په حق کی یی چی څومره ظلم کړی د هغه جزا باید ووینی نو ددی په خاطر د نړی د اسلامی هیوادونو امریکایی مشران اوس ددوی د ویریږی او عامه ولس ته هغوی داسی معرفی کوی چی هره کړنه یی د انسانیت نه وتلی ده خو که په سوریه او عراق کی د اسلامی دولت تر… نور لوستل »

محمودالغزنوی

زه به یواځی داووایم،،چی ویمکرون ویمکرالله والله خیرالماکرین،صدق الله خالقناالعظیم

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x