سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۱۴۸ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه ۱۳۹۳ل): نن د سویلي افریقا او ویسټ انډیز تر منځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه وه. دغه لوبه کې سویلي افریقا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۱۴۸ منډو ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سویلي افریقا ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سویلي افریقا توپ وهونکي نن یوه غوره او په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. سویلي افریقا ټاکل شوي پنځوس اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۴۳۹ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا د لوبې پیلونکي لوبغاړي ۲۴۷ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې روسوو په ۱۱۵ توپونو ۱۲۸ منډې او ډي ویلیرز په ۴۴ توپونو ۱۴۹ منډې جوړې کړې چې له دې سره يي د چټکې نیمه سلیزې او سلیزې ریکاډ مات کړ. هاشم امله په ۱۴۲ توپونو ۱۵۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز توپ اچووونکي د سویلي افریقا توپ وهونکو په وړاندې پاتې راغلل. ویسټ انډیز لپاره ټېلر او رسل یوه یوه ویکټه واخیسته. ټېلر خپل ۱۰ اورونو کې ۹۵ منډې او رسل خپل ۱۰ اورونو کې ۷۸ منډې ورکړې.

که څه هم ویسټ لوبډلې ښه توپ وهنه وکړه خو د دغه ستر هدف پوره کولو لپاره کافي نه وه. ویسټ انډیز په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۴۸ منډو په ستر توپیر وبایلله.

ویسټ انډیز لپاره سمیت په ۶۵ توپونو ۶۴ منډې، رامډین په ۹۲ توپونو ۵۷، سمیولز په ۶۷ توپونو ۴۰ او کارټر په ۵۴ توپونو ۴۰ منډې جوړې کړې. نننۍ لوبه کې سویلي افریقا توپ اچووونکي کریس ګېل ته د چټک لوبې اجازه ورنکړه او نوموړی په ۲۴ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره مورکل او فلینډر دوه دوه ویکټې اخیستلو سره غوره وځلیدل. مورکل خپل ۱۰ اورونو کې ۴۳ او فلینډر خپل ۱۰ اورونو کې ۶۹ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د