نن په انځورونو کي

ننګرهار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین په ضد لاریون – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار اسلامي پوهنتون لسګونو محصلینو د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې د چارلي ایبدو په نوم د یوې فرانسوۍ طنزي مجلې له لورې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي په سختو ټکو وغندله.

لاریون کوونکو په بار بار له حکومته غوښتنه کوله، چې په هېواد کې د فرانسې سفارت وتړي او ديپلوماتان دې يې هم له هیواده وشړي.

د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي یو تن محصل شیرعلي چې د لاریون په پای کې پریکړه لیک خلکو ته اوراوه، وویل : « موږ له حکومته په ټينګه غوښتنه کوو، چې له هېواد څخه دې فرانسوي دیپلوماتان وشړي او د فرانسې سفارت دې هم وتړي.»

د پریکړه لیک په پای کې وویل شول : «موږ ژوند هم د محمد صلی الله علیه وسلم لپاره کوو او مرګ هم. موږ د هغه لپاره د خپلو ځانونو قربانولو ته چمتو یو.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ د پکتیکا ولایت سلګونو اوسېدونکو هم د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې د رسول الله صلی الله وسلم توهین او په شان کې يې د فرانسوۍ مجلې ګستاخي په کلکه وغندله.

له دې وړاندې د روزګان اوسېدونکو هم د همدې ګستاخې مجلې پر چلوونکو د دوو تنو فرانسوي مسلمانانو انتقامي برید وستایه او هغوی یې اتلان وبلل.

ویل کېږي، چې نن په سوډان کې د فرانسې سفیر د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امتیانو له لورې له هغې غونډې شړل شوی،چې د دغې مجلې د توهین د غندلو لپاره را بلل شوې وه او دغه سفیر هڅه کوله، چې په اړه د غونډې برخه والو ته خپله وینا واوروي.Nangarhar-uni-students-protest-3

Nangarhar-uni-students-protest-2 Nangarhar-uni-students-protest-5 Nangarhar-uni-students-protest-4 Nangarhar-uni-students-protest-6 Nangarhar-uni-students-protest-7 Nangarhar-uni-students-protest-8 Nangarhar-uni-students-protest-9 Nangarhar-uni-students-protest-10 Nangarhar-uni-students-protest-1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x