افغانستان

فراه: په بالابولک کې د بهرنیو ځواکونو ۱۳ اکمالاتي موټر ویجاړ شول

torch-NATO-trucks-in-Khuzdarنن ټکی آسیا: نن طالبانو د فراه ولایت د بلابولک په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي کاروان ۱۳ عرادې موټر ویجاړه کړه، او د کاروان دوه تنه ساتونکي يي هم ووژل.

د امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي چي نن غرمه طالبانو دیادي ولسوالۍ د توت په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان برید وکړ، چي پر ترڅ کې ۱۳ موتر ویجاړ او ۲ ساتونکي ووژل شوه.

هغو زیاته کړې چي په برید کې د طالبانو او د کاروان د ساتونکو تر منځ نښته هم را منځته شوله، خو داچي طالبانو ته به څومره مرګ ژوبله رسیدلې وي، په اړه يې معلومات نه در لودل.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي په دغه برید کې دوی ۲۰ اکمالاتي موټر ویجاړ کړي، او د ساتونکو ۶ رینجر ډوله موټر يې هم له منځه وړي دي.

باید وویل شي چي په همدې ولسوالۍ کې نن د نامعلومو وسلوالو له خوا د ماین پاکوني د مؤسسې ۳۲ تنه کارونکي تښتول شوي وه، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دې اړه ویلي چي ده ته تر اوسه په دې اړه هیڅ معلومات نسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x