خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت- ۲۸

لیکوال: حامد افغان

اختلاف او تفرق

د اتفاق د یووالي په اړه مو چې کوم ایتونه مخکي ذکر کړل په هغو کې د اختلاف او بېلوالي بدي هم بیان شوې وه دلته د اختلاف د بدي په اړه څو حدیثونه را اخلم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې د امیر له اطاعته ووځي او د مسلمانانو ډله پریږدي او مړ شي نو د جاهلیت په مرګ مړشو، او څوک چې د ړانده بیرغ لاندې جګړه کوي د یوې قبیلې ملاتړ کوي یا قومیت ته خلک رابولي او یا د قومیت مرسته کوي او ووژل شي، نو مرګ یې د جاهلیت ده، او څوک چې زما د امت پر خلاف بغاوت وکړي ښه او بد یې ټول وهي نه یې له مومن نه ځان ساتي او نه د چا د ژمنې پروا لري دا کس زما له ډلې څخه نه دی او نه زه له ده نه یم. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من خرج من الطاعة وفارق الجماعة فمات؛ مات ميتة جاهلية، ومن قاتل تحت راية عمية يغضب لعصبة أو يدعو إلى عصبة أو ينصر عصبة، فقُتل؛ فقتله جاهلية، ومن خرج على أمتي يضرب برها وفاجرها، ولا يتحاشى من مؤمنها، ولا يفي لذي عهد عهده؛ فليس مني ولستُ منه . أخرجه مسلم (12/238)، وغيره.

د امت یووالی دومره مهم او ضروري ده چې په روایاتو کې راغلي که څوک د امت یووالی له منځه وړي په توره یې ووهئ، لکه په حدیث کې راغلي: عرفجه رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه مې اوریدلي چې ویل یې: خامخا به فتنې او نوي کارونه رامنځته شي که څوک غواړي د دې امت په منځ کې اختلاف رامنځته کړي او هغوی سره یو وي نو په توره یې ووهئ چې هرڅوک وي، عن عرفجة رضي الله عنه قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول :”إنه ستكون هنّات و هنّات فمن أراد أن يفرّق أمر هذه الامة وهي جميع فاضربوه بالسّيف كائنا من كان . رواه مسلم.

امام النووي رحمه الله د دې حدیث په شرحه کې وايي: په دې حدیث کې له هغه چا سره د جګړې امر شوی دی چې غواړي د امام پر خلاف بغاوت وکړي او یا د مسلمانانو یووالی له منځه وړي، دا کس لومړی باید منعه کړل شي که یې ونه منله بیا دي ووژل شي، که له وژلو پرته یې د شر د مخنیوي بله هیڅ لاره نه وه نو مرګ یې روا ده، لکه په حدیث کې راغلي: (فاضربوه بالسيف)، او په بل روایت کې راغلي : (فاقتلوه)، شرح النووي على صحيح مسلم (12/241-242).

په یوه بل حدیث کې راغلي عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي: رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: د هغه مسلمان وینه تویول نه دي روا چې شاهدي وايي له الله پرته بل د عبادت وړ خدای نشته، او زه د الله رسول یم، خو په دریو شیانو یې مرګ روا ده: که یو کس بل مړ کړي د هغه مرګ روا ده، او واده لرونکی زناکار، او له دینه وتونکی هغه چې د مسلمانانو ډله پریږدي.
عن عبدالله بن مسعود – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: لا يحلُّ دم امرئ مسلم يشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله إلا بإحدى ثلاث: النفس بالنفس، والثيب الزاني، والمارق من الدين التارك للجماعة؛ رواه البخاري (12/209)، ومسلم (3/1302-1303).

په حدیث کې که څه هم د مرتد یادونه شوې ده چې که بیرته اسلام ته را ونه ګرځي نو ودي وژل شي خو دا حکم هر هغه کس ته هم شامل دی چې د مسلمانانو له ډلې ووځي، شرح النووي، علماء وايي چې د مرتد د قتل سبب هم دا ده چې هغه د مسلمانانو له ډلې ووځي او بغاوت وکړي او په موجوده زمانه کې هم چې د هر حکومت څوک بغاوت وکړي هغه نه بښل کیږي.

په یوه بل حدیث کې راغلي عبدالله بن عباس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې له امیر نه کوم بد کار وویني او بد یې ورنه راځي نو صبر دي وکړي ځکه څوک چې د واکمن له ډلې یوه لوېشت ووځي او مړ شي د جاهلیت په مرګ مړ شو، عن ابن عباس رضي الله عنه، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” من رأى من أميره شيئاً يكرهه فليصبر؛ فإنه من خرج من السلطان شبراً مات ميتة جاهلية . رواه البخاري (13/5-فتح الباري)، ومسلم (3/1477-1478).

که تاریخ ته ځیر شو د صحابه کرامو ژوند هم د دې نبوي حدیثو عملي ثبوت ده د راشده خلافت له زمانې وروسته ډېر بیلارې واکمن رامنځته شول د هغو په زمانه کې صحابه کرام موجود وو خو د هغو مخالفت یې نه کاوه لکه په روایت کې راغلي: سماک بن الولید الحنفي وايي: په مدینه کې له عبدالله بن عباس رضي الله عنه سره مخامخ شوم ورته ومې ویل: زموږ په واکمن کې ستا څه نظر دی پر موږ ظلم کوي، ښکنځې مو او په زکات کې تیری راباندې کوي ایا مخالفت یې ونه کړو؟ ابن عباس ورته وویل: نه، ای حنفي ورکوه یې، او ویې ویل: ای حنفي د مسلمانانو له ډلې سره اوسه، مخکیني امتونه اختلاف هلاک کړي دي تا د الله دا خبره نه ده اوریدلې چې وايي: د الله په دین په ګډه منګولې ولګوئ او تفرق مه کوئ. عن سِماك بن الوليد الحنفي، أنه لقي ابن عباس رضي الله عنه، بالمدينة، فقال: ما يقول في سلطان علينا؛ يظلموننا، ويشتموننا، ويعتدون علينا في صدقاتنا، ألا نمنعهم؟ قال ابن عباس: “لا، أعطهم ياحنفي…” وقال: ” يا حنفي: الجماعة الجماعة، إنما هلكت الأمم الخالية بتفرّقها، أما سمعتَ الله – عز وجل- يقول: واعتصموا بحبل الله جميعاً ولا تفرقوا . رواه ابن أبي حاتم في تفسيره (2/455).

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د