شعـــــرونه

مناجات- سید الهام

سید احسان الله الهام

ما برخمن كې ما ملنګ كې ربه
له ګناهو نه مي په څنګه كې ربه

ته يې قادرته يې خالق لوړدي شان
ته حاجت نه لرې هيڅ شي هيڅ آن
ته يې له عجزه مبرا ته سبحان
تا پيدا كړي ملايكي انسان
هم حشرات هم حيوانات هم پيريان

دبندګئ په رنګ مي رنګ كې ربه

خدايه راوبخښې زما كړې ختا
ته واخله توان دبد فعليو لما
هيڅ يو هادي نشته بغير لتا
توري تياري دي يو ستا لار ده رڼا
دنيافاني ده ستاله نوم نه سيوا
عقبا دي حق ده ختموې ته دينا

غوڅ مي په دين غوڅ مي په ننګ كې ربه

زه دي ستاخپل شم زه دي تاراضي كم
دا مي آرزو چي دي بيابيا راضي كم
شم وفادار تا په وفا راضي كم
په تامين په تا شيدا راضي كم
شم به سړى چي تا الله راضي كم
تا را ليږلى مصطفى راضي كم

ما په نيكانو پسې ړنګ كې ربه

فضل دي غواړم په كراتو وايم
له غفلتونودي هر وخت جدا يم
زه دي هميش ستا په نامه رسوايم
زه دي تر مرګه ستا په مينه پايم
تاته دي ژاړمه بس تادي ستايم
الهام دي تل ستا په رضا رضا يم

له زړه مي پاك دغفلت زنګ كې ربه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x