
کابینه د پرچمیانو په ګورت کې
زخمی افغان
داشرف غني او ډاکټر عبدالله لخوا د نومول شوې کابینې په اړه لا هم بحثونه جریان لري او هره ورځ یی نوي نوي ابعاد رابرسیره کیږي ،د وروستیو انکشافاتو له مخې د کابیني تر نیمایي زیات وزیران له افغانستان پرته دنورو هیوادونو تابعیتونه لري، په دې لړ کې د یوه وزیر نوم لا هم د یوګاونډي هیواد دمتخصصانو په ځانګړي انلاین لست کې پروت دی چې د هماغه هیواد تبعه یي بولي .
په یوه بل انکشاف کې د زراعت مالدارۍ او اوبولګولو د وزارت لپاره د نومول شوي وزیر نوم د نړیوالو پولیسویا انټرپول په تورلیست کې موندل شوی دی،ویل کیږي چې د یعقوب حیدري په نوم دغه نامزاد وزیر په استونیا هیواد کې د مالي اختلاس په یوه قضیه کې ښکیل پاته شوی چې دهماغه هیواد لخوا یي نوم د مطلوب شخص په حیث انټرپول ته ورکړل شوی دی .
په یادو نادودو سربیره په دې وروستیو کې د کابیني دغړو د ګوندي تړاو په اړه هم تازه معلومات رامیدان ته شوي دي، دغه معلومات ښیي چې په ګوندي لحاظ په یاده کابینه کې ترټولو زیات د پرچم ګوند سره تړلي کسان راوړل شوي دي چې شمیر یي پنځو ته رسیږي، ورپسې حزب اسلامي او حزب وحدت دي چې ورته د منسوبو نومول شویو وزیرانو شمیر یي څلور دی ، په کابینه کې دخلق د دموکراتیک ګوند هم دوه تنه پخواني کارمندان د وزیرانو په حیث پیشنهاد شوي چې په دې توګه د ټولو کمونیستو وزیرانو شمیر اوو ته رسیږي .
په کابینه کې د پرچمیانو ډیرښت د دولتي مجاهدنمایانو خوب هم حرام کړی دی او په سویو انګولاوو یې پیل کړی دی، څو ورځې وړاندې سیاف چې په نوې کابینه کې هیڅ وزیر نلري په یوه تونده وینا کې ډاکتر عبدالله او اشرف غني سخت توبیخ کړل چې ولې یي دده په باور مجاهدین له کابیني څپ وهلي دي .
د سیاف په تعقیب تیره ورځ اسمعیل خان هم خوله پرانیسه او ویي ویل چې په کابینه کې د چپ ګرایانو له برلاسي شتون څخه په اندیښنه کې دی ، دکابل چاپ هشت صبح ورځپاڼه چې دپخوانیو پرچمیانو نشراتي تربیون دی، داسمعیل خان دې خبرې ته یي دطنز په ژبه یو نیشدار ځواب ورکړ،هشت صبح د یکشنبې په ګڼه کې داسمعیل خان په اړه ولیکل، چې دغه شاغلی اوس د جهاد او راست ګرایي لاپې وهي په داسې حال کې چې د بي دوه پنځوس په برکت واک ته ورسید او تر پرونه یي لمونځ په ایټالوۍ ژبه وایه ترڅو طالب ونه بلل شي، ورځپاڼې اسمعیل خان ته پیغور ورکړی چې ترپرونه په هرات کې د ایتالویانو د پي ارټي خیرات خور وو نن څنګه د راست ګرایي دعوه کوي چې له چپ ګرایانو ویریږي .
په کابینه کې کمونیستان نه یوازې د شمیر په لحاظ ترټولو ګوندونو ډیر دي، بلکې حساس او ترټولو اغیزمن پوستونه هم ورکړل شوي دي، دبیلګې په توګه د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت ، معارف وزارت او مرکزي بانک په شمول ټول مهم پوسټونه پخوانیو کمونیستانو ته سپارل شوي دي، په دې کابینه کې دمعارف وزارت لپاره نوماند ګل زلمی یونسي چې د ډاکټر عبدالله لخوا نومول شوی که څه هم اوس د عطاء محمد نور بوټپاک بلل کیږي ، خو په ګوندي لحاظ نوموړی پخوانی پرچمي او دکارمل د بانډ سړی دی ، چې له همدې امله په شورای نظار کې داحمدضیاء مسعود پلویانو په ډاکټر عبدالله خورا سخت انتقادونه کړي چې ولې یي د نورالحق علومي او زلمی یونسي غوندې پرچمیان تر ټولو مهمو وزارتونو ته نوماند کړي دي .
په هر حال ، که دغه نوماند وزیران دافغانستان د وزراتونو دمتصدیانو په حیث کار پیلوي نو دا به دهیواد داسلام پال او مجاهد قشر لپاره له یوې غمیزې پرته بل څه نه وي،ځکه د کابینې مهمو وزارتونوته په اندک نظر سره هم پوهیږو چې د هیواد اجرایي واک په بشپړه توګه یوځل بیا د کمونیستانو لاس ته ورغلی دی، کله چې د هیواد ، پوځ، پولیس، معارف،مالی امور او نور ګڼ خدماتي سکتورونه دکمونیستانو په لاس کې وی نو پوهیږو چې مجاهد او مبارز اولس شکست خوړلی او یوځل بیا ۳۰ کاله پخوا تاریخ ته تمبیدلی دی، ځکه هغه مهال هم همدغه پرچمي بیټلان ، له همداسې څيرو، بریتونو او کجکو سره دهیواد په چارو حاکم و او اوس هم کیسه هماغسې زړه په زړه ده .
QUESTION;IF MARKHUM NOOR MOHAMMED TARAKI BECOME ALIVE.AND START AFGHAN KALQI GOVERNMENT,MAKE GIRLS NEKAKH 300 AFGHANI,START REFORM FOR FARMER,GAVE TO EVERY FARMER SIX GEREEB EATH FOR AGRECALTURE,AND HAFIZULLAH AMINE BECOME PRIME MINISTER.
IN THAT TIME MUJAHEDIN COME OUT AND TELL TO PEOPLES THIS GOVERNMENT IS KAFER,AND WE WANT DO JIHAD,
WHAT YOU THINK.PEOPLES WILL BELIVE YES WE STAY WITH MUJAHID.IF NOW NOOR MOHAMMED TARAKI AND GULBUDDIN OR MULAOMER DO ELECTION.WHO WILL BE WINE ELECTION.
3-YOU THINK;IF ASHRAFGHANI.GULBUDDIN AND MULAOMER DO ELECTION,WHO BECOME PRESIDENT
I BELIVE
PEOPLES LOVE KHALQI AND PURCHAMI,BETTER FROM TALIB AND MUJAHEED.BECAUSE TALIBS AND MUJAHEED ARE TERRORIST,DESTROIED HUMAN ESTABLISHMENT