پروان: د بهرنیانو په را لویدلې الوتکه کې ۱۷ بهرنیان وژل شوي دي، ازادي سرچینې
نن ټکی آسیا: د پروان څخه امنیتي چارواکو نن سهار وختي خبر ورکړی وو، چي ددې ولایت د سیاه ګرد په ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه الوتکه را وغورځیده.
خو وروستي معلومات وايي چي دغه الوتکه د قزاقستان هیواد وه، چي امریکایانو د خپلو لوژیستیکي ضرورتونو د پوره کولو لپاره په کرایه اخیستې وه.
خو همدې سرچینو ویلي چي په الوتکه کې ۸ تنه بهرنيان وژل شوي دي، خو ځیني ازاد سرچیني دا هم وايي چي کیدای شي په دغه الوتکه کې تر ۱۷ تنو زیات کسان وژل شوي وي.
د یادوني وړ ده چي بهرنیو ځواکونو د پيښي د تصدیق سره سم ویلي وو، چي الوتکه د کومي مخالف ډلي له خوا نه ده په نښه شوې، خو د طالبانو ویاند ویلي چي الوتکه د طالبانو په ډزو لګیدلې او را لوېدلې.
جبار خیل