نظــر

دریمه عرب اسرائیل جګړه اوداسلامي مقدسو ښارونو سرنوشت-۲

قلندرزی

(دوهمه برخه)

په عربي هیوادونو کي هم د وهابیانوپاڅون په ظاهره د دین څخه د شرکي تصوف د خرافاتو د بینه وړلو لپاره رامینځ ته سو خو راتلونکي وختونو ثابته کړل چي دا پاڅون اصلاً د سیمي بانفوذه عربي کورنیو لخوا د عربي نیشنلزم په نامه د حنفي غیرعربي واکمنانو پر ضد د ولس راپارول وه او دا سیمه په خپلو شخصي جایدادونو باندي بدلول وه. زموږ د مسلمانانو لپاره به تر دې ستر شرم بل څه وي چي د حجاز هغه مقدسه ځمکه چي و ټولي نړۍ ته یې د انسانیت د خپلواکي او یوازي د الله ج د بادشاهي درس ورکړئ دئ نن د یوه فاسق شخص ونوم ته منصوبیږي. په دې سیمه کي حضرت محمد مصطفي ص په شان عظیم شخصیت دې نړۍ ته تشریف راوړئ دئ چي نن ورځ په نړۍ کي په ملیونونو پیرویان لري. که د هیواد نوم د یوه شخص ونوم ته منصوبول منظور وه نو د علیه سلام مبارک ص پرته بل څوک حقداره کیدای سوای. خودا یو تریخ حقیقت دئ چي نړۍ ته د الله ج د خدایي دعوت ورکونکي مسلمانانو د قبلې یعني مکه مکرمه او د اسلام د پلازمیني یعني مدینې منورې په سیمه کي د آل سعود کورنۍ خپله خدایي ږغوي او د طبعي زیرمو د استخراج په مټ ګټل سوي پیسې په نړۍ کي د اوبو په شان مصرفوي څو د نړۍ مسلمانان د وهابیت په چوکاټ کي د یو داسي اسلام پیروي ته اړ کړي چي د سیاست او حکومتداري پوري اړه لرونکي برخه ځني لیري سوې ده. په نتیجه کي مسلمانانو لخو دا نوې فرقه په رسمیت ونه پیژندل سول البته هغه لږ مسلمانان چي د خپلي ناپوهي، دنورو فرقو د شرکي عقایدو څخه د بیزاري یا مادي ګټو په خاطر وهابیت ته ورواوښتل په مسلمانانو کي د بې اتفاقي او نفرت تخمونه په ښندلو کي مصروف دي. سوچه اسلامي تعلیمات نن هم زموږ په مینځ کي موجود دي چي د طریقت او شریعت حدود پکښي ښه واضح دي او د سوچه اسلام د پیروي لپاره موږ نه سلفیت ته اړتیا لرو، نه شیعت ته او نه صوفیت ته. د نورو اسلامي هیوادونو دولتونه ددې حالت سره ځکه رضایت لري چي په مکه مکرمه او مدینه منوره کي د یو نامشروع حکومت موجودیت ددوئ د تامي خودمختاري ضمانت دئ.

مسلمانانو ته لږ فکر پکار دئ چي نن څه چي په عراق او سوریه کي روان دي د هغه ډرامې تکرار نه دئ کومه چي په افغانستان کي خورا پر مخ تللې ده. په سوریه او عراق کي داعش د طالبانو پر ځای، د دواړو هیوادو شیعه حکومتونه د رباني د حکومت پر ځای او د پاکستان رول د شاوخوا اسلامي دولتونو په غاړه اخیستئ دئ. داعش په چوکاټ کي به هم د طالبانو په شان تر یووخته راسخ العقیده مسلمانان دداسي بې هویته دولتونو سره وجنګیږي چي د مشروعیت یوازینې جواز یې دادئ چي په ملګرو ملتونو کي دحکومت په صفت منل سوي دي. کیدای سي چي په نیژدې راتلونکي کي ځیني داسي پیښي داعش ته منسوب کړل سي چي پر ضد یې د ناټو د نړیوال ائتلاف د لښکرو بشپړ عملیات لازم وبریښي او په دې بهانه په پراخه کچه د نړۍ د پرمختللو غیر اسلامي هیوادونو په عصري وسایلو سنبهال لښکري د داعش تر کنټرول لاندي سیمو ته دا داخلي سي، هلته د پراخ قتل عام وروسته دداعش ځواکونو ته ماته ورکړي، خپل لاسپوڅئ حکومت مینځ ته راوړي او خپلي دائمي نظامي قرارګاوي جوړي کړي بیا که داعش چرکي عملیاتو ته ادامه هم ورکړي نو د راسخ العقیده مسلمانانو د ځپلو لپاره به یوه ښه انګیزه موجوده وي. هلته به په تدریجي ډول داسي مصنوعي حکومتداري تاداوونه راپورته کړي چي د خپلي بقاء لپاره نړیوال ائتلاف ته دایمي اړتیا ولري او د ستراتژیکو تړونونو په نوم د سیمي بشري او غیر بشري منابع ددوئ د اهدافو د لاس ته راوړني په لاره کي وقف کړي. که څه هم اسلامي دولت نسبتاً ډیر پیاوړئ دئ خو که د اسلامي هیوادونو د دولتونو او نورو اسلامي جهادي او سیاسي ډلو سره یې جګړه ونه دریږي او د هغوئ سره یې اختلافات د خبرو د لاري حل نه سي نو کیدای سي چي پرمختګ یې ودریږي. د جنګیدو لپاره روافض، اسرائیل او پیاوړي غیر اسلامي دولتونه ورته کافي دي. تاریخ ثابته کړې ده چي د اروپا ولسونه او ددوئ دارایي تل د نورو لخوا د مسلمانانو پر ضد کارول سوي دي او دوئ ته پخپله د اسلام ډوښمني کومه ګټه نه ده رسولې. د اسلام پر ضد ورکړل سوي ددوئ قربانیاني که په تیرو صلیبي جګړو کي وې او که په راتلونکو صلیبي جګړو کي دي، د اسلامي نړۍ په زړه کي د یهودیانو لپاره د یو غیرقانوني هیواد د پراختیا لپاره وې او دي چي اصلاً ددوئ طبعي ملي مرام نه سي کیدلای.

داچي په سیمه کي اسلامي هیوادونه په داسي حالت کي وي چي نظامي ځواکونه یې په غیر عصري او بې اثره اسلحو سنبهال وي، د ملکي او نظامي مصارفو لپاره په دوامداره توګه نړیوال ائتلاف ته اړ وي، ولس د خپلو چارواکو د ټاکلو، لیري کولو او ددوئ پر تصامیموهیڅ اغیز ونه لري او ددوئ د حکومتونو نظامي ځواکونه د نامناسبو تړونونو په واسطه ولچک او زولنې سوي وي نو اسرائیل به د خپل هیواد د سرحدونو د وسعت لپاره د نړیوال ائتلاف څخه په څه ډول کار واخلي؟؟؟؟ پر نړیوال ائتلاف او ملګرو ملتونو د یهودي حلقو اغیزي د هیڅ چا څخه پټي نه دي. نهایي نتیجه به یې دا وي چي د اسرائیل د وسعت پلانونه به پرته د کوم ستر مقاومت پر مخ ولاړ سي. عرب او نور مسلمان ولسونه به غواړي چي د خپل حق دفاع وکړي او پر خپله ځمکه د اسرائیلو د ښارګوټو د جوړیدو او د خپلو ولسونو د بیځایه کیدو مخالفه به وي خو د مشر حخه تر کشره پوري هیڅ به یې په وسه نه وي پوره. ددوئ ددولتونو لخوا امضاء سوي ناوړه تړونونه او د خپلوولسونو څخه د لیري والي ضعف به ددوئ لاسونه ورتړلي وي. که یې ولسونه د مظاهرو لپاره راوځي نو د مصر، افغانستان، سوریي او لیبیا په شان په ملکي جامو کي ددولتي استخباراتي مسلح مامورینو لخوا به پر سر سر ویشتل کیږي. چارواکي به یې مسلمانان وي خو عام مسلمانان نه بلکه سیکولر، شیعه، وهابي، اسماعیلي، قادیاني، دیوبندي مسلمانان وي چي یو د بل سره هیڅ خواخوږي ونه لري. په تصور کي دا هر څه سره پلانیدای سي او د پلانونو د کامیابه تطبیق لپاره ښه ترتیبات هم نیول کیدای سي خو انسان باید دا ومني چي پر ځمکه باندي د قوي حاکمیت لرلو سربیره پر حالاتو ۱۰۰٪ برلاسي نسي درلودلای. دا تصور د هر مسلمان لپاره ناممکنه دئ چي د اسلام مقدسو سیمو ته دومره نیژدې د اسلام د بدترینو دښمنانو یو وسیع قلمرو وجود ولري. په نبوي ص احادیثو کي د یهودو او مسلمانانو تر مینځ د سترو جګړو پیشبینئ په ډیر صراحت سره سوي دي چي په دې جګړو کي به امام مهدي رح د مسلمانانو مشري کوي او عیسی علیه سلام به ظهور کوي. که څه هم په دقیق ډول نه سو ویلای چي دریمه عرب اسرائیل جګړه به هغه پیشبیني سوې جګړه وي خو دا خبره حتمي ده چي د اسرائیل د پراختیا هره هڅه به د مسلمانانو د سخت غبرګون سره مخامخ کیږي او که چیري د مسلمانانو د ځپلو په لاره کي د ایران رافضي رژیم خپل رول لوبولو ته حاضر سو نو پر ضد یې د افغانستان او پاکستان د اهل السنت والجماعت مسلمانانو ته به د سیمي په سیاست کي یو بارز رول لوبولو موقع په لاس ورسي. دهمدې پیښي د مخنیوي لپاره د ډیر وخت راهیسي هڅي رواني دي چي د افغانستان او پاکستان په دولتي ادارو باندي د شیعه، اسماعیلي، قادیاني او د اسلام څخه بیلي سوي نورو فرقو نفوذ ډیر زیات کړل سي.

د تیرو څو لسیزو په جریان کي د افغانستان او پاکستان په ادارو کي په همدغو فرقو پوري تړلي چارواکي خورا زیات سوي دي. په دغه دوو هیوادونو کي تل هڅه سوې ده چي اهل السنت والجماعت مسلمانان بالخصوص راسخ العقیده مسلمانان د تعلیم او دولتي ادارو څخه لیري پاته سي. په تعلیمي او دولتي ادارو کي د پتلون، نیکټایي او غربي لباس جبري کول، په تعلیمي ادارو کي د اسلام څخه بیلي سوي فرقو پوري تړلي استادانو داخلول او د هغوئ په واسطه د نوي نسل فکر او عقایدو انحراف ورکول، دراسخ العقیده مسلمانو ځوانانو تشویقول چي د جهاد په نوم د غیر قانوني وسلوالو ډلو سره یوځای سي څو د دواړو هیوادونو د دولتي ځواکونو په لاس په اساني سره د بینه یوړل سي، د اسلام څخه بیلي سوي فرقو پوري تړلو ټولنو تشویق او تقویه یو څو د هغو تکتیکونو څخه دي چي تظاهرات او اغیزي یې موږ عملاً په سترګو وینو. پاکستان ته دافغانستان څخه په زرهاوو هزارګان هم پاکستان ته د مهاجرو په صفت واوښتله او پښتانه هم. نن چي د پاکستان د دولت لخوا د افغان مهاجرو د ایستلو پریکړه کیږي او مهاجر پلټل کیږي چي ټول پښتانه دي. دا چي د بامیان، غزني او ارزګان هزاره پاکستان ته واوښتئ هغه نن د پاکستان په پولیسو کي یو یې ایس ایچ او دي بل کوم دولتي مامور دئ یا د کومي اتحادیي یا ټولني مشر دئ؟ حال دا چي د پاکستان خپل هزاره ګان ډیر لږ وه او هغه پښتون چي پاکستان ته واوښتئ هلته یې شناختي کارډ هم واخیستئ او په پاکستان کي یې د قوم یوه برخه هم د سوو کلونو څخه اوسیږي بیا هم مهاجر دئ. د پاکستان دولتي اداره کي کار نه سي کولای، هلته په وسله وال پوځ او پولیسو کي دندي لاس ته نسي راوړلای. دا ټول په دې خاطر چي پښتون اهل السنت دئ او هزاره شیعه………

د نن ورځي اهل السنت والجماعت مسلمان باید په دې پوه وي چي اسلامي جهادي ډلي او تنظیمونه هغه ضعیفه عناصر دي چي د خپلي بقاء لپاره د همدغه رسمي دولتونو استخباراتي ادارو ته احتیاج لري چي ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل سوي دي او هیڅ کله درنې عصري ستراتیژکي وسلې نسي لاس ته راوړلای که د ولس په ملاتړ سیمي هم ونیسي نو د سترو غیر اسلامي دولتونو د مخالفت له سببه خپل مکومت تر ډیره وخته پوري برقراره نسي ساتلای. د نړۍ ستر غیر اسلامي دولتونه که چیري پر دوئ مهربانه هم سي نود خپل ملاتړ د خپلولو لپاره هم هغه شرایط ورته وړاندي کوي د کومو شرایطو د قبلولو په خاطر چي دوئ د خپلي سیمي د حکومت پر ضد جهاد پیل کړئ وو. د اسلامي هیوادونو هغه دولتونه چي د غیر اسلامي سترو حکومتونو شرایط پر ځان منلي دي، هغه یو د بل په ښارونو کي سفارتونه لري هر وخت یو له بل سره نظامي او ملکي مرستي پیلولای سي، د غیر اسلامي دولتونو سره تړونونه کولای سي. دهغوئ وسلوال ځواکونه خپل هیواد ته راغوښتلای سي څو اسلامي جهادي او سیاسي ډلي د بینه یوسي.

د دې لړۍ دریمه او وروستۍ برخه سبا له نن ټکی اسیا څخه لوستلی شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x