افغانستان

د کونړ په دانګام کې لسګونه افغان عسکر محاصره دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ګډو ځواکونو او طالبانو تر منځ یو ځل بیا خونړۍ جګړې پيل شوې.

د دغو جګړو په تړاو غبرګ ښکېل لوري، بېلابېل راپورونه او خبرونه ورکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې وايي،چې دانګام ته درې ورځې وړاندې د افغان ځواکونو سره یو ځای بهرنیو عسکرو هم ځانونه د عملیاتو لپاره را ورسول،چې نن سهار بالاخره بې له کومې لاسته راوړنې ټول بهرني عسکر بېرته د هوا له لارې د جګړې له ډګره ووتل.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په دې درې ورځنۍ جګړه کې ګډ ځواکونه له ډېرو سېمو شاتګ ته اړ شوي او اوس د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته لسګونه کورني عسکر او اربکیان یوازې د دانګام ولسوالۍ مقام ته څېرمه د دوی تر ټینګې محاصرې لاندي دي.

 نوموړی وایي، چې دا ځل ګډ ځواکونه په دې پار، چې هوايي ملاتړ ورسره دی، په جګړې او عملیاتو لاس پورې کړ، خو تر اوسه هېڅ لاسته راوړنه نلري.

بل پلو نوموړی ادعا کوي، چې په دې درو ورځنۍ جګړه کې تر دې مهاله له ۳۲ څخه زیات عسکرو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ښاغلی مجاهد د خپلو تلفاتو خبره هم کوي او کاږي، چې :« په هغه جګړه کې چې دا درۍ ورځې کيږي له سره پيل شوي، ۴ تنه مجاهدینو شهیدان او ۳ تنه ټپيان شوي دي.»

دا چې محاصره شوي عسکر به د نن ورځې تر پایه هم په محاصره کې پاته وي او کنه ، د امنیتي ځواکونو سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x